جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهنولس کلنو نړیوال جام لارموندنې سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

نولس کلنو نړیوال جام لارموندنې سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

نوتاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۲۱مه】افغان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو لپاره د افغان نولس کلنو لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د کرېکټ بورډ د خبرپاڼه له مخې، دغه نوملړ کې د درېیو احتیاطي لوبغاړو په ګډون ۱۴ کسان ټاکل شوي دي.

افغان لوبډله دغو سیالیو کې د عمان، متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ او نیپال د نولس کلنو لوبډلو پر وړاندې لوبیږي.

نړیوال جام ته د لارموندنې سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په ۱۳مه نېټه د نیپال په کوربتوب پيلیږي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د عمان پر وړاندې کوي.

له نولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې تر دې وړاندې نیپال ته د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې د ۲- ۱ په توپیر سره ماتې ورکړې ده.

اعلان شوې لوبډله کې:
محبوب تسکین، عذیرخان،فیصل شینوزاده، خالد احمدزی، برکت ابراهیمزی، نظیف الله، عزیزالله،واحدالله ځدراڼ، حفیظ الله ځدراڼ، نصرت الله، عبدالعزیز خان، خاطرخان ستانکزی، زیت الله شاهین، روح الله عرب.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...