تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۲۱مه】کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ دننه چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشېد هم چاودنه منلې ده.
نوموړي ویلي، چې نن د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په ودانۍ کې دننه د زړو ناچاودو موادو د چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.
جمشېد زیاته کړې، چې د اور وژنې ځواکونو پر وخت رسېدو د نورو چاودنو مخنیوی کړی دی.
کندهار د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت الله ټاټوبی او د هغه د فرمانونو او حکمونو د صادرېدو ځای دی.
د معلوماتو له مخې څه موده وړاندې کندهار ښار کې د امنیتي ګواښونو له امله د طالبانو امنیه قوماندانۍ خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې ښار ته له وسلو سره داخل نه شي.
بل خوا په کندهار میرویس روغتون کې یو شمېر روغتیايي سرچینو منلې،چې دغه روغتون ته ۷ ټپي طالبان وروړل شوي، چې د دوو وضعیت پکې نازک دی.