Homeخبرونهد امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې؛ طالبانو ته د...

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې؛ طالبانو ته د مرستو رسیدو مخنیوي لایحه تصویب کړه

تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۲۱مه】د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې افغانستان ته د مرستو رسېدو د مخنیوي” لایحه تصویب کړه او د عمومي جرګې تصویب ته یې استولې ده.

یادې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لایحه د طالبانو حکومت ته د امریکایي مالیه ورکوونکو د هر ډالر د نه رسېدو تضمین کوي.

د یادې کمېټې مشر برېن مسټ ویلي، دغه لایحه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مکلفوي چې د یوې سټراټیژۍ په جوړولو سره هېوادونه او نا دولتي سازمانونه د طالبانو له حکومت سره له مرستو منعه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې دا لایحه د هغو بهرنیو مرستو کارونه هم رانغاړي چې د امریکا له لوري تمویل شوې وي، څو پر هېوادونو او سازمانونو فشار واچوي چې د افغانستان له اوسنيو چارواکو سره مرستې ونکړي.

دا طرحه داسې مهال تصویبېي، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وایي، د افغانستان سیاسي وضعیت پورې د بشري مرستو مشروطول د “تعجب خبره” ده.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان د ټولو نړیوالو قوانینو له مخې د شل کلن اشغال او د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري د تپل شویو جګړو د زیانونو غرامت ترلاسه کولو حق لري.

هغه زیاتوي؛ دا چې ځینې هېوادونه بشري مرستې هم د سیاسي شرایطو پورې تړي او پر دوام یې بیا بیا غور کوي د تعجب وړ خبره ده.

3 COMMENTS

  1. پښتو متلونه. که بدی نکړای بدي چاری، بدۍ به چا وهو په لاري؟!او ما درته وی دا چاری مکړه …آزار ګټلیه اوس وهه د چول مزلونه.

  2. له یوې خوا وایی ، چې افغان کلتور باید وساتل شي ، یعنې لونګی ، کمیس او پرتوګ لکه هند ، پنجاب بېرته رواج شی او د عربي او نورو اسلامي هېوادونو په شان چې هلته دریشي یا کمیس او پتلون رواج ده ، نه مخنیوی وکړي
    له بلې خو بیا جعلي نومونه لکه ابو فلان او ابو بستان چې ټول جعلي دي ، رواجوي . دوی به لا مجردان وي او راتلونکې مېرمن به یې لا زېږېدلي نه وي ، خو په ځان به ابوالقدوس یعني راتلونکې کې د قدوس پلار به په ځان نوم ږدي .‎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...