تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۲۱مه】د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وایي، د افغانستان سیاسي وضعیت پورې د بشري مرستو مشروطول د “تعجب خبره” ده.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان د ټولو نړیوالو قوانینو له مخې د شل کلن اشغال او د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري د تپل شویو جګړو د زیانونو غرامت ترلاسه کولو حق لري.
هغه زیاتوي؛ دا چې ځینې هېوادونه بشري مرستې هم د سیاسي شرایطو پورې تړي او پر دوام یې بیا بیا غور کوي د تعجب وړ خبره ده.
محمد نعیم داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې پرون چهارشنبه د حمل ـ وري ۲۰مه رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلي، د ټرمپ حکومت د شپږو بېړنیو خوراکي مرستو د پروګرامونو د بېرته پيل اقدام کوي.
د راپور له مخې د ټرمپ اداره دغه پروګرامونه په لبنان، سوریه، سومالیا، عراق او ځینو نورو هېوادونو کې داسې مهال پیلوي، چې په دې نوملړ کې د افغانستان نوم نشته.
سره له دې چې د خوړو نړیوال پروګرام له دې وړاندې د مرستو بندېدو له امله د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی، خو رویټرز ته سرچینو ویلي، چې تر اوسه هېڅ داسې څرک نشته چې دغو مرستو کې دې افغانستان شامل شي.
اوسمهال نړیوالو بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا جدي ده او ټینګار دا دی، چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا باید د لاسنیوي برخه کې خپل مسوولیت ومني.