جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکوګلمن: ټرمپ له پاکستان سره د امریکا همکارۍ ته لېوال نه دی

کوګلمن: ټرمپ له پاکستان سره د امریکا همکارۍ ته لېوال نه دی

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۱ مه) د ویلسن د فکرکور (تینک ټانک) د جنوبي آسیا څانګې مشر، مایکل کوګلمن، په یوه راپور کې ویلي چې د امریکا او پاکستان د اړیکو راتلونکې ډېره روښانه نه ښکاري، ځکه چې د ټرمپ په اداره کې په واشنګټن کې د پاکستان ځینې تر ټولو سخت منتقدان شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، د ټرمپ د ادارې معاملاتي چلند سبب شوی چې د پاکستان پخوانۍ دعوې، چې د خپل جغرافیایي موقعیت له مخې یې خپل ستراتیژیک اهمیت ثابتاوه، له پامه وغورځول شي. په عمومي ډول، سپینه ماڼۍ خپل تمرکز نورو مسایلو او سیمو ته اړولی دی.

یو مهال چې شوروي اتحاد موجود و، پاکستان د لوېدیځ په تېره بیا امریکا لپاره ستراتیژیک اهمیت درلود خو د ۲۰۲۱ د سپټمبر د یوولسمې له حملو او پر افغانستان د امریکا له بریه وروسته د پاکستان د ستراتیژیک موقعیت ځای افغانستان ونیوه او همدا دلیل و چې پاکستان له افغانستان کې څخه د لوېدیځ د وتلو هڅه کوله څو هغه ستراتیژیک اهمیت، چې له پاکستان څخه افغانستان ته ورکړل شوی، بیرته ترلاسه کړي، مګر له افغانستانه د لوېدیځوالو له وتلو وروسته هغسي چې پاکستان تمه لرله، ونه شول.

کوګلمن وویل چې د اسلام‌آباد هڅې چې له امریکا سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، بشپړه نتیجه به ور نه کړي، ځکه چې د ټرمپ اداره له پاکستان سره د پوره ترهګرۍ ضد مشارکت جوړولو لټه نه کوي.

نوموړي دا هم وویل چې د دې ستونزې یوه برخه دا ده چې د ګواښونو د څرنګوالي په اړه د ټرمپ د ادارې نظر له اسلام‌آباد سره توپیر لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي آسیا د چارو لوړپوړی چارواکی، اریک مایر، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له ۸مې تر ۱۰مې (د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري له ۲۰مې تر ۲۲مې) د یوې ګډې اداري ډلې په مشرۍ اسلام‌آباد ته سفر کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې سفر هدف د پاکستان د کانونو د پانګونې په کنفرانس کې ګډون او د معدني موادو په برخه کې د امریکا ګټې تعقیبول دي.

تمه کېږي چې اریک مایر به د خپل سفر پر مهال له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره وویني چې په پاکستان کې د اقتصادي همکاریو د پراخولو او د امریکایي شرکتونو لپاره د نوو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړي.

همداراز، ټاکل شوې چې مایر به له پاکستاني چارواکو سره په خپلو لیدنو کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د دوام پر اهمیت هم ټینګار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...