جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهجرمني د افغان کډوالو د منلو پروګرام ودراوه

جرمني د افغان کډوالو د منلو پروګرام ودراوه

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۱ مه ) د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) د بیا مېشتېدو له لارې د کډوالو د منلو پروګرام، په موقتي توګه درولی دی.

دا پرېکړه داسې مهال شوې چې تمه کېږي په راتلونکو اوونیو کې به د جرمني د محافظه‌کار ګوند ـ چې مشري یې فریدریش مرڅ کوي ـ او د سوسیال‌دیموکرات ګوند ترمنځ نوی ائتلافي حکومت جوړ شي.

رویټرز خبري اژانس ته په لاس ورغلي اسناد ښيي چې دواړو ائتلافي ګوندونو توافق کړی چې ټول داوطلبانه پروګرامونه وځنډوي، په تېره بیا د ملګرو ملتونو دا پروګرام، او همدارنګه، هیڅ نوی پروګرام به هم نه پیلوي.

جرمني له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د اروپايي ټولنې د بیا مېشتېدو د طرحې برخه ده، چې له مخې یې هغه کډوال چې د ملګرو ملتونو له خوا په ترکیه، مصر، اردن، کینیا او لیبیا (د رواندا له لارې) کې ثبت شوي وي، اروپايي هېوادونو ته انتقالېږي.

د رسمي شمېرو له مخې، یوازې د ۲۰۲۴ میلادي کال له پیل راهیسې، ۴۷۱۱ کډوال د همدې پروګرام له لارې آلمان ته رسېدلي دي.

په داسې حال کې چې آلمان ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په ترڅ کې به ټولټال ۱۳۰۰۰ کډوال د دغه پروګرام له مخې ومني.

خو د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه دوسیې چې مخ ته تللې دي او مشخصې ژمنې ورسره تړلې دي، لا هم به عملي کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...