تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۱ مه) د ایران د نرسانو اتحادیې په وینا، په دغه هېواد کې روغتونونه د کارکوونکو د کموالي د جبران لپاره په زیاتېدونکي ډول له هغو بهرنیو نرسانو کار اخلي چې د کار قانوني جواز نه لري، او ډېری یې د افغانستان اتباع دي.
دا موضوع هغه وخت روښانه شوه، چې راپورونو څرګنده کړه لږ تر لږه ۳۰ ناقانونه بهرني نرسان د تهران په یو روغتون کې کار کوي، خو چارواکي خبرداری ورکوي چې په ټول ایران کې دا شمېر ښايي تر دې ډېر وي.
د ایران د نرسانو د اتحادیې مشر، احمد نجاتیان، ویلي چې زیاتره دغه نرسان افغان اتباع دي، چې په ایران کې زیږیدلي او زده کړې یې هم هلته کړي، خو د کار قانوني جوازونه نه لري.
ده ټینګار وکړ چې بهرني نرسان باید د کار له وزارت څخه رسمي اجازه ترلاسه کړي، لکه څنګه چې د اوسنیو قوانینو له مخې لازمي ده.
دا ستونزه تر ډېره بهرنیو هېوادونو ته د ایراني نرسانو د مهاجرت له کبله پېښه شوې ده.
نجاتیان وویل، ایران هر کال شاوخوا ۱۵۰۰۰ نرسان روزي، خو یوازې له ۱۰،۰۰۰ څخه تر ۱۲،۰۰۰ پورې نرسانو ته په دولتي روغتونونو کې کار پیدا کېږي. ده زیاته کړه چې د بهرنیو نرسانو د اوږدمهالې ګومارنې هیله نه لري، ځکه اقتصادي شرایط د دې ملاتړ نه کوي.
چارواکو اوس د دې ستونزې د حل لپاره ګامونه پورته کړي، او د پارلمان یوه کاري ډله نوي مقررات جوړوي. د نرسانو اتحادیه هڅه کوي چې د وړتیاوو ارزونه نوره هم سخته کړي، او د کورنۍ پاملرنې د خدماتو لپاره د بیمې ساحه پراخه کړي. خو د روغتیا وزارت تراوسه پورې د دې قانوني اقداماتو د پلي کولو مشخص جزییات نه دي اعلان کړي.
ایران له ډېرو کلونو راهیسې د ګاونډي هېواد افغانستان میلیونونه کډوال او پناه غوښتونکي منلي دي، چې شمېر یې په غیر رسمي ډول اوس له ۱۰ میلیونو څخه هم اوښتی دی.
خو رسمي احصایې په ایران کې د دېره افغان کډوالو شمېر تر دې خورا لږ ښيي.