Homeخبرونهد افغانستان الف لوبډلې له ایرلنډ څخه په لوی توپیر ټیستلوبه وګټله

د افغانستان الف لوبډلې له ایرلنډ څخه په لوی توپیر ټیستلوبه وګټله

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۱ مه) د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د ایرلنډ الف لوبډلې ته په غیررسمي ټیستلوبه کې په یوه پاڼۍ (اننګز) او ۱۹۴ منډو ماته ورکړه.

لومړی افغانستان توپ وهنه یا بیټنګ وکړ او په داسي حال کې چې ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۶۱۲ منډې وکړې. سره له دې چې افغان لوبډلې لا ۳ لوبغاړي لرل، ایرلنډ ته یې د توپ ویشتنې نوبت ورکړ. ایرلنډي لوبغاړي په داسي حال کې چې ۳۰۹ منډې یې کړې وې، وسوځیدل.

افغان لوبډلې ایرلنډ ته د بل اننګز بلنه هم ورکړه خو هغوی ټول د سیالۍ په درېیمه ورځ په داسي حال کې وسوځېدل چې ۱۰۹ منډې یې کړې وې.

په دې توګه د افغانستان الف الوبډلې د ایرلنډ الف لوبډلې ته په یوه پاڼۍ او ۱۹۴ منډو ماته ورکړه.

په دې غیررسمي ټیستلوبه کې، چې په ابوظهبي کې وشوه، د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې بشیر شاه وکړې. د بشیرشاه له ۱۸۷ منډو وروسته ریاض حسن ۹۴، عمران ۸۵، شمس الرحمن ۸۴، دروېش رسولي ۵۳ او افسر ځاځي ۵۵ منډې وکړې.

عرب ګل په دوهمه پاڼۍ کې د ایرلنډ ۶ لوبغاړي وسوځول. ده په لومړۍ پاڼۍ کې ۴ لوبغاړي سوځولي وو. همداراز ضیاالرحمن په لومړۍ پاڼۍ کې ۴ لوبغاړي سوځولي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...