جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپاکستان سږ کال ۳ میلیونه افغانان له خپلې خاورې باسي

پاکستان سږ کال ۳ میلیونه افغانان له خپلې خاورې باسي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۱ مه) پاکستان په پام کې لري چې سږ کال درې میلیونه افغانان له خپل هېواده وباسي، ځکه چې د دوی د وتلو لپاره وروستۍ ټاکل شوې نېټه د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

دا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د پاکستان له‌خوا د غیرقانوني بهرنیانو، چې ډېری یې افغانان دي، د ایستلو د کمپاین وروستی پړاو دی. دې کمپاین د بشري حقونو د ډلو، د طالبانو حکومت، او د ملګرو ملتونو سخت غبرګونونه پارولي دي.

د هغو حکومتي اسنادو له مخې، چې اسوشیتید پریس خبري اژانس ترلاسه کړي، نیونې او شړنې باید د اپرېل له لومړۍ نېټې پېل شوې وای، خو د کوچني اختر د رخصتیو له امله د اپرېل تر ۱۰مې وځنډېدې. پاکستان وايي چې ۳ میلیونه افغانان لا هم هلته پاتې دي، چې له دې ډلې ۱،۳۴۴،۵۸۴ کسان د ثبت کارت (PoR) لري، ۸۰۷،۴۰۲ د افغانستان د تابعیت کارتونه (ACC) لري، او یو میلیون نور هیڅ قانوني اسناد نه لري، نو د پاکستان له‌نظر غیرقانوني دي.

پاکستان ویلي چې هڅه به وکړي چې شړل شوي افغانان بیا پاکستان ته ورنه شي.

چارواکو هغو افغانانو ته، چې د افغانستان د تابعیت کارتونه لري، د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی و، چې له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه ووځي، که نه نو له هېواده به په زور وایستل شي.

هغه افغانان، چې د ثبت کارتونه لري، کولای شي د جون تر ۳۰مې پورې په پاکستان کې پاتې شي، خو هغه افغانان چې په درېیم هېواد کې د مېشتېدو لپاره په تمه دي، باید د مارچ تر ۳۱مې له اسلام‌آباد او راولپنډۍ ووځي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دوی به له نړیوالو دیپلوماتیکو ادارو سره کار وکړي، چې افغانان نورو هېوادونو ته انتقال کړي، او که دا کار ترسره نه شي، نو دوی به هم له پاکستانه وشړل شي.

لسګونه زره افغانان وروسته له هغې له هېواده ووتل، چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل. دا خلک د امریکا د یوه ځانګړي پروګرام له مخې د بیا مېشتېدو مستحق وبلل شول، ځکه چې دوی د امریکا له حکومت، رسنیو، مرستندویه ادارو، او د بشري حقونو ډلو سره کار کړی و.

خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې د امریکا د کډوالو پروګرام وځنډاوه، چې له امله یې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ افغانان اوس نامعلوم برخلیک لري.

د افغان کډوالو د ایستلو د پلان په اړه د پاکستان د حکومت له اسنادو سره سم، هیڅ افغان چارواکي ته به په دې پروسه کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

د افغانستان د کډوالو وزارت ویندوی، عبدالـمطلب حقاني، له اسوشیېتید پریس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې پاکستان دا پرېکړې په یو اړخیز ډول، پرته له دې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یا د طالبانو حکومت ورسره همغږي وي، کړې ده.

نوموړي وویل: «موږ خپلې اندېښنې له دوی سره شریکې کړې، او ورته مو ویلي چې د کډوالو یوطرفه ایستل نه زموږ او نه هم د دوی په ګټه دي. دا د دوی په ګټه ځکه نه ده چې دا ډول ایستل به د پاکستان پر ضد کرکه زیاته کړي.

او زموږ لپاره، طبیعي ده چې د دومره زیاتو افغانانو بېرته راستنول یوه لویه ننګونه ده. موږ له پاکستانه غوښتنه کړې، چې د یوه منظم میکانیزم او دوه اړخیز تفاهم له مخې دې افغانان بېرته ستانه کړي، چې په عزت بېرته خپلو سیمو ته لاړ شي.»

د شړلو پروسې د اسانتیا لپاره، په خیبر پښتونخوا کې دوه انتقالاتي مرکزونه جوړېږي، چې یو به یې د پېښور په ناصر باغ سیمه کې وي، او بل به تورخم ته نژدې، د لنډي کوتل په سیمه کې جوړ شي.

لا هم دا نه‌ده معلومه، چې د افغان والدینو هغه ماشومان چې په پاکستان کې زېږېدلي، یا هغه کورنۍ چې یو غړی یې پاکستانی او بل یې افغان دی، او یا هغه افغان جوړې چې مختلف ډول اسناد لري، څه برخلیک به ولري. خو د پاکستاني چارواکو ویلي چې د ټولنیزو خدماتو کارکوونکي به د دغو قضیو د حل لپاره موجود وي.

امید خان، چې ۳۰ کلن دی، د افغان تابعیت کارت لري، خو مېرمن یې د ثبت کارت لري. د پاکستاني حکومت د پالیسۍ له مخې، دی باید له هېواده ووځي، خو مېرمن یې د جون تر ۳۰مې پورې پاتېدای شي. د دوی دوه ماشومان هیڅ قانوني اسناد نه لري، نه د افغانستان پاسپورت لري او نه هم د پاکستان تابعیت.

نوموړي وویل: «زه د پکتیا ولایت یم، خو هیڅکله مې هغه ځای نه دی لیدلی، او نه پوهېږم چې راتلونکی به مې څه وي.»

نذیر احمد، چې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې زېږېدلی دی او هیڅکله یې افغانستان نه دی لیدلی، وايي: «موږ هلته څنګه ولاړ شو؟ هلته څوک نه پېژنو، ټول خپلوان مو دلته په کوټه کې دي. که هلته ولاړ شو، څه به وکړو؟ موږ د پاکستان له حکومته غوښتنه کوو، چې لږ وخت راکړي، چې لږ تر لږه خپل وضعیت معلوم کړو او ځان ته د کار فرصت پیدا کړو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب