تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۱ مه) پاکستان وايي، د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ (ATT) کچه د روان مالي کال په لومړیو اته میاشتو کې د تېر مالي کال (۲۰۲۳-۲۴) د همدې مودې په پرتله ۶۶ سلنه کمه شوې، چې اصلي لاملونه یې د پاکستان لهخوا د قاچاق ضد اقدامات او د وارداتو محدودیتونه ګڼل شوي دي.
یوې رسمي سرچینې د یکشنبې په ورځ نېشن ورځپاڼې ته وویل، د افغانستان د ترانزیټي سوداګري د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال د جولای-فبروري تر مودې پورې د تېر مالي کال د همدې مودې په پرتله ۱.۴۸۹ میلیارده ډالره کمه شوې.
د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال د جولای-فبروري تر مودې پورې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ ارقام د تېر کال په پرتله د پام وړ کموالی ښیي.
د “فوروارد کارګو” (هغه توکي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته واردېږي) ۶۷ سلنه کم شوي ، چې له ۲.۱۹۷ میلیارده ډالرو (۲۰۲۳-۲۴) څخه ۷۲۹ میلیون ډالرو (۲۰۲۴-۲۵) ته راټیټ شوی.
د “ریورس کارګو” (هغه توکي چې له افغانستان څخه صادریږي) ۴۶ سلنه کم شوی، چې له ۴۶ میلیون ډالرو څخه ۲۵ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
په ټوله کې، د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ اندازه ۶۶ سلنه کمه شوې، یعني د تېر کال له ۲.۲۴۳ میلیارد ډالرو څخه په روان مالي کال کې ۷۵۴ میلیون ډالرو ته راښکته شوې ده.
دغه کمښت په عمده ډول د پاکستان د قاچاق ضد اقداماتو او د وارداتو محدودیتونو ته منسوب شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ کچه کال په کال (Year-on-Year) ۷ سلنه کمه شوې، چې له ۸۲ میلیون ډالرو څخه ۷۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
د ATT له لارې د “فوروارد کارګو” (واردات) ۶ سلنه کم شوي، چې د ۲۰۲۴ په فبرورۍ کې ۷۸ میلیون ډالره و، خو ۲۰۲۵ په فبرورۍ کې ۷۳ میلیون ډالرو ته راښکته شوی دی.
په ورته وخت کې، د “ریورس کارګو” (صادرات) ۹ سلنه کم شوی، یعني د ۲۰۲۴ په فبرورۍ کې ۴.۴ میلیون ډالره و، خو د ۲۰۲۵ په همدې میاشت کې ۴ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی دی.
د سرچینې په وینا، د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال د جولای-جنورۍ تر مودې پورې، د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ کچه ۶۹ سلنه کمه شوې وه، خو د فبروري په میاشت کې د کمېدو کچه ۶۶ سلنې ته راټیټه شوې ده، چې د کمښت د سرعت د لږېدو ښودنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې د تېرو مالي کلونو په جریان کې هم د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ کچه په پام وړ ډول کمه شوې وه.
په ۲۰۲۲-۲۳ مالي کال کې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ ټولیز ارزښت ۷.۰۹۵ میلیارد ډالره و، خو په ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې دا رقم ۵۹ سلنه کم شو، چې یوازې ۲.۸۸۷ میلیارد ډالرو ته راښکته شو.