Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په لومړي ځل اروپا ته په ریلګاډي کې وچه میوه صادر...

افغانستان په لومړي ځل اروپا ته په ریلګاډي کې وچه میوه صادر کړه

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۷ مه) د افغانستان له لویدیځ څخه د وچي مېوې یو پېټی د ریلاګاډي په نوې فعاله شوې لار، چې هرات له ایران او بیا اروپا سره نښلوي، ترکیې او اروپا ته لېږدول شوې ده.

په هرات ولایت کې د طالبانو د والي دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې۲۰۰ ټنه وچه مېوه کې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالره دی، پسته، بادام، ممیز، او جلغوزي شاملې دي.

دا وچه مېوه، د یوې خصوصي افغان کمپنۍ له لوري چمتو شوې او په ریلاګاډي کې د هرات–خواف له لارې لېږل شوې ده.

دا لومړنۍ کارګو وه چې د ایران د کونسلګرۍ د عمومي قونسل په حضور کې له هرات څخه ولېږل شوه.

په کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا دهلیز به د افغانستان اقتصادي وده پیاوړې کړي.

د هرات-خواف رېل پټلۍ د افغانستان لپاره یوه مهمه سوداګریزه لاره ګڼل کېږي، چې دا هېواد له لویو صاداراتي بازارونو سره نښلوي.

د طالبانو چارواکو ویلي، یوازې په تېرو دریو میاشتو کې له دې لارې تر ۳۵,۰۰۰ ټنه ډېر توکي انتقال شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...