تاند (پنجشنبه، د وري/ جمل ۷مه) د هالنډ د پلازمېنې امستردام په مرکزي برخه کې د چړې په وسیله په حمله کې لږترلږه ۵ تنه ټپیان شوي دي.
دا پېښه د هالنډ د پلازمېنې امستردام په جنوبي برخه کې، ډام څلورلارې ته نژدې شوې ده، او ځايي رسنیو خبر ورکړی چې سیمه محاصره شوې ده.
د امستردام پولیسو ویلي، د ښار په مرکزي برخه کې د چړې برید په پایله کې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د دې برید په تړاو یو کس نیول شوی دی.
پولیسو سیمه کلابنده کړې، او ګڼ امبولانسونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي. د پېښې ځای ته د مرستې لپاره یو هیلیکوپټر هم راغوښتل شوی، چې په څلورلاره کې کوز شوی دی.
د ښار پولیسو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي:«اوسمهال د برید انګیزه لا معلومه نه ده، خو زموږ پلټنې روانې دي.»
ځايي رسنیو خبر ورکړی چې د امستردام ښاروالې د فمکه هالسیما په ګډون د ښاري شورا غونډه د برید له امله ګډوډه شوې ده.
نور جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي.
تر دې مخکې دا ډول بریدونه د جرمني په شمول د اروپا په نورو هیوادونو کې هم شوي او په یو شمېر بریدونو کې افغانان ککړ بلل شوي دي.
د فبروري میاشتې په ۱۳ مه د فرهاد ن په نوم یو کس چې د جرمني امنیتي ادارو افغان بللی په مونش کې د کارګرانو د یوې ټولنې په یو لاریون موټر وربرابر کړ چې ۳۹ کسان په کې تپیان خو وروسته ترې یوه میرمن او دوه کلنه لور یې مړه شول.
د روان کال د جنوري په ۲۲مه هم یو تن د دغه هېواد په اشافنبورګ ښار کې د چړې په ګذارونو د یو ماشوم په شمول دوه تنه ووژل او دوه نور یې ټپيان کړل، د جرمني پولیسو د دې برید کوونکي په اړه هم ویلي وو چې افغان دی.
د تیر کال په مې میاشت کې یو بل کس چې دا هم افغان ښودل شوی و د جرمني په منهایم ښار کې د ښې اړخو پر یوې غونډې برید کې د یو پولیسو په ګډون څو نور کسان ټپیان کړي وو، چې ورسته بیا ټپي شوي پولیس روغتون کې ساه ورکړه.
د جرمني حکومت بیا وروسته په یوه چارتر الوتنه کې ۲۸ افغانان چې دوی مجرمان ګنل، افغانستان ته ډیپورت کړل.