شاهمحمود میاخېل
د امریکا د متحده ایالتونو حکومتونه همیشه خپل مهم پیغامونه ځینو هیوادونو او ډلو ته د پخواني لوړ رتبه مامورینو په لاس لیږي.
په ۲۰۱۸ز کال کې د جمهور رئیس ټرامپ ادارې، د دویم بوش په دوره کې د امریکا د ملي امنیت پخوانې سلاکار، افغانستان ته ولیږه او په کابل کې یې برحاله او بیحاله ټولو مشرانو او سیاسیونو ته پیغام ورکړ چې امریکا د افغانستان نه وځي خو معلومه نه ده چې دا وتل به د شپې وي یا د ورځې.
چا باور نه کاوه او هغه مسیجونه ټولو برحاله او بیحاله مسوولینو نا دیده وګڼل. د هغه وخته همه واړه برحاله او بیحاله شاهدان دي.
کابل ته د زلمی خلیلزاد په ورتګ سره، هغه به هم خاص پیغامونه طالبانو او هم د طالبانو مخالفو مسلحو ډلو او د افغانستان ګاونډیانو ته ولري.
زما په اند، طالبانو ته به پیغام داوي چې د دوی د حکومتولې دا موجوده طریقه نه چلیږي باید مثبت تغیر رامنځته شي چې ټول افغانان په افغانستان کې د ژوند، کار او سیاست حق ولري. د ښځو په وړاندې د تعلیم او کار دروازې باید پرانیستل شي.
مسلحو مقاومتیانو او ځینو سیاسي ډلو ته چې هر چیرته غومبر وهي، پیغام دا وي چې ستاسي مخ او څټ معلوم نه دی. څوک د ایران د استخباراتو سره ګورې، څوک د پاکستان ای اس ای سره غونډې لرې او څوک مسکو کې د پوتین سره ناستې. او یا په افغانستان کې د امریکا د قواو د موجودیت په وخت کې ځینو د دړی په ضد، د افغانستان او ایران تر منځ د ستراتیژیک تړون لپاره هلې ځلې کولې. ټول ځانونه پیژني چې څوک یادوم.
دوی ته به پیغام دا وي چې مخکې هم مونږ درباندې غولیدلي یو او پوهیدلو چې ناست د مونږ سره وې او غومبر مو په تهران، اسلام اباد، مسکو او بیجنګ کې وهه. نورې د جنګ سندرې کار نه ورکوي.
د زلمي خلیلزاد سفر پاکستان او ایران ته به هم مهم پیغامونه ولري.
پاکستان ته شاید پیغام دا وي چې اوس مونږ ستاسي پروژې نه سپورټ کوو ځکه دوی پخپله مستقیمې اړیکې د طالبانو سره لري. که ځان مو لږ وخوځوه نو ټي ټي پي او د بلوچانو د ازادې حرکت ستاسي چاره کولې شي.
ایران ته شاید پیغام دا و چې د اتومي سلاو پروګرام مو کنسل کړې که نه د نظام چپه کیدو ته منتظر اوسي.
که دا ټول اټکلونه سم وخیژي او مثبت خواته تحول رامنځته شي، نو نوې کال به د افغانستان لپاره نوې مثبت زیرې راوړي.
که کومه خوا کله شخي وکړي، بیا خبره به د افغانانو لپاره ګلجانې، او افغانستان به د سیمې او نړیوالو رقابتونو میدان شي. خدای دې نه کړي. عاقبت به خیر
شاه محمود میاخیل د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غو ښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول
د یوه بندی د خوشی کولو لپاره راغلی د امارت رسمی او منلی قدردان میلمه او نازولی دی دا پیغامونه یی یو هم په فکر کی نه دی