یکشنبه, اپریل 27, 2025
Homeخبرونهد امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له بنده د یوه...

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له بنده د یوه امریکايي په خلاصون کې د قطر رول وستایه

تاند (جمعه، د وروي/ حمل لومړۍ) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې قطر د جورج ګلزمن، هغه امریکایي وګړي د خوشې کولو لپاره مهم رول ولوباوه، چې د طالبانو لع خوا دوه نیم کاله بندي و.

په عین حال کې، یوه عکس راڅرګند شوی چې ګلزمن د یوې الوتکې ترڅنګ د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د یرغمل شویو چارو لپاره د امریکا له ځانګړي استازي اډم بویلر، او قطري چارواکو سره یوځای ښيي.

دا تصویر چې له الوتکې دباندې اخیستل شوی، ګلزمن په داسي حال کې ښيي چې یو بکس یې پر شا کړی، له خلیلزاد سره ولاړ دی، او خلیلزاد د بټې ګوتې اشاره کوي، چې د بریالي دیپلوماتیک ماموریت پای ته رسېدل ښيي.

روبیو په یوه بیان کې چې د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت خپور کړی، ویلي:«نن، وروسته له دوه نیمو کلونو اسارت څخه په افغانستان کې، د ډیلټا ایرلاین میخانیک جورج ګلزمن له خپلې مېرمنې الکساندرا سره د یوځای کېدو په لور روان دی.»

خلیلزاد، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو مرکزي رول لوبولی و، د ګلزمن خوشې کېدا یوه مهمه دیپلوماتیکه بریا وبلله.

خلیلزاد په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي:« «نن یوه ښه ورځ ده، موږ بریالي شوو چې یو امریکایي وګړی، جورج ګلزمن، چې په کابل کې دوه کاله بندي و، راخوشی کړو. د طالبانو حکومت د ولسمشر ټرمپ او د امریکا خلکو ته د ښه نیت د نښې په توګه موافقه وکړه چې هغه خوشې کړي.»

خلیلزاد زیاته کړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو امریکایانو خوشې کېدو ته لومړیتوب ورکړی چې په بهر کې بنديان دي، او هغه ویاړي چې په دې هڅه کې یې مرسته کړې ده.

ګلزمن، چې د ډیلټا هوايي شرکت میخانیک و، د طالبانو استخباراتو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په میاشت کې په افغانستان کې د سفر پر مهال نیولی و.

د هغه خوشې کېدا د بندیانو د تبادلې د هغه بهیر تعقیب دی، چې پکې دوه نور امریکایان، رایان کوربیټ او ویلیام مکنټي، د جنورۍ په میاشت کې د یوه افغان وګړي، خان محمد په بدل کې ازاد شوي وو، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په امریکا کې بندي و.

طالبانو تر اوسه د ګلزمن د نیولو د دلیل یا د هغه د خوشې کولو د شرایطو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه دوه نور امریکایي وګړي، محمود شاه حبیبي او یو بل، چې نوم نه دی اخیستل شوی، لا هم د طالبانو په بند کې دي.

حبیبي، چې یو افغان-امریکایي سوداګر او د افغانستان د هوايي چلند پخوانی چارواکی و، په ۲۰۲۲ کال کې نادرکه شو، او که څه هم طالبان د هغه نیول ردوي، راپورونه ښيي چې هغه لا هم د هغوی په توقیف کې دی.

1 COMMENT

  1. يوه عجيبه لوبه ده چې د يو اسامه لپاره يې ټول افغانستان پرې تباه کړ، خو اوس ترې خپل بنديان په جرګو او مرکو غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...