شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهفنلنډیان تر تر ټولو خوشاله او افغانان تر ټولو خوابدي ملتونه دي

فنلنډیان تر تر ټولو خوشاله او افغانان تر ټولو خوابدي ملتونه دي

تاند(جمعه، د وري/ حمل لومړۍ) د نړۍ تر ټولو د خوشاله او غمجنو ملتونو د درجه بندۍ په کالني راپور کې افغانان یو وار بیا تر ټولو خپه او فنلنډیان تر ټولو خوشاله وګړي اعلان شول.

فنلینډ د پرله‌پسې اتم کال په مخه د نړۍ “تر ټولو خوشاله” هېواد ونومول شو، او امریکا د خپل تاریخ تر ټولو ټیټې درجې ته راولوېده.

د ۲۰۲۵ کال لپاره د “نړیوالې خوشالۍ راپور” چې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۳۰) خپور شو، فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشاله هېواد اعلان کړ.

په دې درجه‌بندۍ کې، چې د آکسفورډ پوهنتون د “هوساینې څېړنیز مرکز” ترسره کړې، د اروپا نور شمالي هېوادونه هم، د خوشاله هېوادونو په سر کې ځای لري. ډنمارک، آیسلنډ، او سویډن له فنلینډ وروسته، دوهم، درېیم او څلورم مقامونه لري.

هالند، کوسټاریکا، ناروې، اسراییل، لوګزامبورګ، او مکسیکو هم د خوشاله هېوادونو په لیست کې لوړې درجې لري.

ایران په دې نړیواله درجه‌بندۍ کې ۹۹ ځای لري او له کانګو، عراق، ګینې او نامیبیا څخه مخکې دی.

افغانستان یو ځل بیا په دې درجه بندۍ کې “تر ټولو غمجن” هېواد بلل شوی دی، او افغان مېرمنې وايي چې د دوی ژوند په ځانګړې توګه سخت شوی. سیرا لیون، چې د لوېدیځې افریقا هېواد دی، دوهم تر ټولو ناخوښ هېواد نومول شوی، او لبنان له پای څخه درېیم مقام لري.

د خوشاله هېوادونو شاخصونه

«د خوشالۍ نړیوال راپور» د شتمنۍ، د ژوند اوږدوالی، فساد، ازادۍ او د ژوند کیفیت نور مهم شاخصونه د ۱۴۷ هېوادونو لپاره ارزولي دي.

د اسوشیېټډ پریس خبري آژانس د راپور له مخې، د خوشالۍ درجه‌بندي د خلکو د هغو ځوابونو پر بنسټ ترسره شوې چې د خپل ژوند د وضعیت د ارزولو پر مهال یې ورکړي. دا مطالعه د “ګالوپ نظرپوښتنې ادارې” او د “ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ د حللارو شبکې” په همکارۍ ترسره شوې.

د ګالوپ اجرايي رئیس، جان کلیفټن، په دې اړه وویل: «خوشالي یوازې په شتمنۍ یا اقتصادي ودې پورې تړلې نه ده، بلکې باور، اړیکې او دا درک کول هم مهم دي چې خلک ستاسو ملاتړ کوي.»

هغه زیاته کړه: «که موږ غواړو پیاوړې ټولنې او اقتصادونه ولرو، باید پر هغه څه پانګونه وکړو چې واقعاً ارزښت لري.»

د وروستیو موندنو له مخې، پر نورو د مهربانۍ باور د خوشالۍ له کچې سره ډېر تړاو لري. د بېلګې په توګه، د نړیوالې خوشالۍ راپور ښيي، هغه کسان چې باور لري که یې د پیسو بټوه ورکه شي، بېرته به ورته وسپارل شي، دا د ټولنیزې خوشالۍ یو پیاوړی شاخص دی.

د دې مطالعې موندنې ښيي چې د شمالي اروپا هېوادونه د ورکو شویو بټوو د بېرته ترلاسه کولو له توقع سره د خوشالۍ په لیست کې لوړ ځای لري.

د امریکا د خوشالۍ د درجې سقوط

د ۲۰۲۵ کال د خوشالۍ نړیوال راپور ښيي چې د امریکا د متحدو ایالتونو خوشالي په نړیواله درجه‌بندۍ کې تر ټولو ټیټې درجې ته راښکته شوې.

د اسوشیېټډ پرېس له مخې، په داسې حال کې چې ډېری اروپايي هېوادونه د نړۍ د شل تر ټولو خوشاله هېوادونو په لیست کې شامل دي، امریکا ۲۴ ځای ته ښکته شوې، چې دا له ۲۰۱۲ کال راهیسې د دې هېواد تر ټولو ټیټ مقام دی.

کله چې دا راپور په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کال خپور شو، امریکا ۱۱م مقام درلود.

په راپور کې ویل شوي چې په امریکا کې د هغو خلکو شمېر چې یوازې خواړه کوي؛ یعني د خوړو په مهال ورسره بل څوک نه وي، په تېرو دوو لسیزو کې ۵۳ سلنه زیات شوی دی.

د ځوانانو لپاره د ټولنیز ملاتړ نشتوالی

د خوشالۍ نړیوال راپور وايي چې نژدې یو پر پنځمه ځوانان په ټوله نړۍ کې له ټولنیز ملاتړ څخه محروم دي.

د دې څېړنې د اندېښنې وړ پایلې ښيي چې ۱۹ سلنه ځوانانو په ۲۰۲۳ کال کې ویلي چې هیڅوک نه لري چې د ټولنیز ملاتړ لپاره پرې حساب وکړي. دا شمېره د ۲۰۰۶ کال په پرتله ۳۹ سلنه لوړه شوې ده.

3 COMMENTS

  1. دنیا وال ژوند کوی خو افغانان د الله په غضب ګرفتاره دی یوه وجه یی جهالت، حماقت او غیر اسلامی عقاید چی د اسلام په نوم پر خلکو تپل شوی دی. د نړی خلک د هوسا ژوند په خاطر زیار وباسی تر څو د دوی ژوند ښه شی بر عکس راشه افغانستان کی وګوره تر ټول مریضان بیا پکی ملایان دی چی نن سبا ټول لکه د سلطان محمود خره د شکر په مرض ګرفتاره دی وجه یی داده چی مفته ډوډی خوری لکه خنځیران پړسیدلی د اسلام په نوم یی ولس ګروګان کړی نو څنګه به افغانان تر ټولو خفه خلک نوی ـ

  2. دغه خبرې سي تاسي خپروۍ ددغو ټولو بدبختیو وجه څه ده ؟ دا د دموکراسۍ په نامه د نړۍ د بې وزله وګړو وژل او د هغوۍ د ژوند هغه نیمه خوشحالي هم ورپه غم کول دي. که چیرې افغانان یا نور خلک یوه پیړۍ په ډیره بې وزلي کې زوند کول مګر په خوله کې مسکا بیا هم وه.مګر دغه خوشحالي ددموکراسي ازادي جګړې د طغوتي جهاد له برکته دوۍ ته په غم سوه. په امریکا کې په وړه خبره خلک جنګ او ځانوژنه کوي او دغه د خولې مسکا د خوشحالي دلیل کیدای نسي. د خولې مسکا د امریکا او لوید په اساسي قانون کې سته مګر روحي په سلو کې به لس خوښ یا له خپله زونده راضي وي. ما زموږ په واړه ښار کې په سلګونو خیمې په دښتو کې په زمي او وړي کې ولیدلې سي هلته ماران او لړمان او نور خزنده هم سته مګر خلک هلته زوند کوي. نو د تاند تبلیغیانو ! دغه ټوله نیکمرغي ستاسي پلرونو افغان ولس ته د طغوتي جهاد له برکته ورکړه. هغه پخوانی لرغونتوب شرف عزت ملي غرور له هیواد سره مینه یې ورنه واخیستله. 😔

  3. مونږ دې بدبختۍ ته بیسوادۍ او جهالت رسولي یو. زمونږ د کلتور او ددین بې بنیاده او بې دینه عقاید دي چې په مونږ تپل شوي. فقهي او مذهبي عقاید چې د اسلام سره هیڅ تړاو نلري زمونږ په مغزو کې پیچکاري شوي. په حقیقت کې زمونږ بیسوادي ده چې خپله زده کړې نلرو او قصدا د زده کړو محروم پاتې شوي یو تر څو جاهل ملا ته مراجعه وکړو. که خپله مو سر خلاص وی او د ملا پر ځای مو پخپله مطالعه کولی دې بدبختۍ ته به نه رسیدو. مونږ ته دین له عربو راغلی مګر داسې راته ویل شوي چې زمونږ نه ښه مسلمان نشته مګر په حقیقت کې مونږ هیڅ د اسلام نه خبر نه یو او وخت مو په مذهبي عقایدو چې د اسلام خلاف دي برباد کړ.
    مثال: مونږ ټولو ته د ماشومتوب نه دا ویل کیږي چې د کافر دپاره دا دنیا ده یانې هغوی به ښه ژوند لذي او زمونږ لپاره هغه دنیا یانې دا دنیا به مو بدبخته وي نفلونه او مستحب کوئ. نو بیا مونږ ددې نه منکر یو (رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...