تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۲۸ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې همکاري کړې، د سفر د بندیز په لېست کې شامل نه دي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویاندې «تمی بروس» په یوه خبري ناسته کې وویل، هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې همکاري کړې، د ټرمپ د سفر د بندیز په لېست کې شامل نه دي؛ دا کسان لا هم کولی شي د ویزې د ترلاسه کولو او امریکا ته د سفر لپاره اقدام وکړي.
هغې ټینګار وکړ چې دا پرېکړه د هغو افغان اتباعو د ملاتړ لپاره شوې چې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ یې خدمت کړی دی. مستحق افغانان د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV)په شمول د ځانګړو ویزو پروګرامونو ته غوښتنلیکونه وسپاري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه چې د امریکا حکومت له خپلو افغان متحدانو سره د ملاتړ ژمنه کړې ده.
بروس وویل چې دا اقدام د هغو کسانو د کډوالۍ او استوګنې د اسانتیا لپاره شوی، چې له امریکا سره د همکارۍ له امله له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.
سره له دې، د ویزې د غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر لا هم له ستونزو سره مخامخ دی. ګڼ شمېر غوښتونکي د خپلو اسنادو د تایید په تمه دي او لا یې هم برخلیک نامعلوم دی.
راپورونه ښيي چې سلګونه افغانان په پاکستان او نورو هېوادونو کې د اداري ستونزو او د ویزې د بهیر د ځنډ له امله د اوسیدو او مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
تازه، د «سي بي ایس» خبري شبکې راپور ورکړی چې له ۴۰ زرو زیات هغه افغانان چې د امریکا له پوځ سره یې په افغانستان کې مرسته کړې وه، امریکا ته له داخلېدو پاتې شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» د هغو پروګرامونو فدرالي بودیجه بنده کړې چې د تایید شویو افغانانو د سفر لګښتونه یې تامینول. دا کار سبب شو چې حتی د ځانګړې کډوالۍ ویزې لرونکي کسان له افغانستانه ونهوځي، مګر دا چې د خپل سفر لګښت له شخصي جیب څخه ورکړي.
د امریکا ولسمشر «ډونالد ټرمپ» سپینې ماڼۍ ته له داخلېدو وروسته، د یوه اجرايي فرمان په لاسلیکولو سره، د کډوالو د منلو پروګرام ودراوه.