تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۲۸مه】د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه د یوناما د ماموریت د غځېدو سره سم له دې ادارې غوښتي، چې د افغانستان او ملګرو ملتونو او د نورو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پياوړتیا، په افغانستان کې د امنیتي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو په ملاتړ او په سم انعکاس،د افغانستان د خلکو د نړیوالو حقوقو د ترلاسه کولو، د بې ځایه تحریمونو لرې کولو، د افغانانو شتمنیو د غصب پای ته رسولو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ بیرته افغانانو ته په سپارلو تمرکز وکړي.
مجاهد زیاته کړې چې یوناما باید د تیر په څیر د بې ځایه تشویشونو ایجادولو، له یو یا دوو جزوي مسائلو څخه په سوء استفاده د افغانستان په وړاندې پروپاګند ته لاره هواره نکړي او د مغرضو کړیو لپاره د لاس آله نشي.
مجاهد داسې مهال دا غوښتنه کوي چې تازه په افغانستان کې د یوناما ماموریت د راتلوونکي یوه کال لپاره تمدید شو.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) موده د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.
د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو د یوناما د ماموریت تمدید ته مثبته رایه ورکړه.
دا اداره به تر ۲۰۲۶ کال پورې په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.