Homeخبرونهد تورخم دروازه له شوې هوکړې وروسته هم تړلې پاتې

د تورخم دروازه له شوې هوکړې وروسته هم تړلې پاتې

تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۲۸مه】ځایي سرچینې وایي د تورخم دروازه وروسته له هغې وروسته هم تړلې پاتې، چې پرون دوشنبه یې د خلاصون په تړاو د هر ډول تګ راتګ لپاره هوکړه وشوه.

پرون دوشنبه په تورخم کې له نږدې یوې میاشتې هڅو وروسته افغان او پاکستاني سوداګرو هوکړه وکړه چې، تورخم به د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل شي.

خو یو شمیر راپورونه د سرچینو له قوله وایي چې له پاکستان سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.

ننګرهار کې د طالبانو د حکومت یو شمېر چارواکو ویلي، چې پاکستان غواړي ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته دوی له نظامي تاسیساتو جوړولو منع کړي، چې د یادې غوښتنې د نه منلو له امله تورخم نه دی پرانېستل شوی.

ننګرهار کې د طالبانو ولایتي چارواکو د پاکستان یاده غوښتنه د افغانستان په خاوره کې لاسوهنه بللې او ټینګار یې کړی، چې هېڅکله به یې ونه مني.

له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د تورخم تړل کېدو له امله افغان او پاکستاني سوداګرو ته ملیونونه ډالر زیان اوښتی او لاهم زیانونو سره مخ دي.

دواړه غاړه سوداګر غوښتنه کوي چې، د تورخم پرانېستو موضوع باید حل شي.

د یادې دروازې پر سر تر وسله والو نښتو وروسته دوه ځلې دواړه غاړه سوداګرو او قومي مشرانو جرګې هم وکړې خو لا یې پایله نه ده ورکړې.

1 COMMENT

  1. ان شاءالله ، اوس به پوه شوي یاستئ ، چې منافقین پرخپلو وعدو وفا نه کوي.
    د پنجاب استعماري او منافقه اداره هېڅکله د افغانستان او افغانانو دوست نه شي کېدای ، بنا افغان سوداګر دې خپلې ټولې سرمایې راټولې کړي او بیا دې د ابد لپاره دا لاره وتړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...