تاند【شنبه د کب ـ حوت ۱۸مه】د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي چې په خبره یې، له لویدیځ سره ښکاره توپیر لري.
مجاهد زیاته کړې چې، دغه توپیر باید د محاسباتو پر مهال په پام کې ونیول شي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، افغان ښځې له رواني او فزیکي اړخه خوندي دي او زیاتوي چې، پر ښځو د هر راز تاوتریخوالي مخه نیول شوې ده.
نن د مارچ اتمه، د ښځو نړیوالې ورځې سره برابره ده او مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې افغان ښځینه فعالانې وایي طالبانو د دوی ټول حقونه تر پښو لاندې کړي او دوی یې په کورونو کې زنداني کړې دي.
بل لورته افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، پر افغان ښځو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده.
دغه سازمان په دې اړه یوه پيغام کې ویلي، افغان ښځې د ګڼو ننګونو سره سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.
د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز بنسټ (یونسکو) د افغان ښځو او نجونو د حقونو د بیا را ژوندي کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دوی غږ به نړۍ ته ورسوي.
یونسکو پر افغان نجونو ښوونیز بندیز ته په اشارې ویلي، تر دې مهاله ۱.۵ میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې شوي او که دا بندیز دوام ومومي، دغه شمېر به تر ۲۰۳۰ کاله له ۴ میلیونو واوړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم ویلي، کرنیز سکټور کې پر ښځو پانګونه ټولنې پیاوړې کوي، لوږه کموي او د افغانستان راتلونکی تضمینوي.
د بشري حقونو د څار سازمان بیا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو زړورتیا او مقاومت ستايلی دی.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې: «افغان ښځې په سختو شرایطو کې خپل برخلیک کنټرولوي، لاریونونه کوي، د خپلو حقونو د سرغړونې قضیې را برسیره کوي.»
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، نه یوازې د ښځو په نړیواله ورځ، بلکې هره ورځ د افغان ښځو ترڅنګ ولاړ دي.
ددرواغو مجاهد او دده هم فکره قادیانان ځانونه د خدای پاک نمائیندګانو څخه علاوه طبی دوکتوران او روحی متخصصان هم معرفی کوی بلی قادیانیان همداسی چټل پنجابی خصلتونه لری !!!
دی قادیانیو کفارو غیرتی میرمنی او جلکیانی زندانی کړی دی او ددوی میرمنی او جلکیانی په پنجابی پاکستان کښی ازاد ګرزی او جلکیانی ئی مکتبونو او پوهنتونونو کښی شاملی دی !!!!
ددوی د کوتکو ګوزارونه په میرمنو باندی ددوی پنجابی قادیانی خصلتونه په ګوته کوی !!!!