Homeخبرونهد سلګونه افغانانو د نیول کېدو ترڅنګ ۱۲ تنه د پاکستان له...

د سلګونه افغانانو د نیول کېدو ترڅنګ ۱۲ تنه د پاکستان له زندانونو راخوشې شول

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۱۸】پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد او راولپېنډۍ کې سلګونه افغانان چې ځینې یې “پي او ار” کارتونه هم لري نیولي او، اسلام اباد کې د کډوالو یوه پنډغالي ته لېږدولي دي.

یوه افغان کډوالو رسنیو ته ویلي چې، اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د “پي او ار” کارت لرونکي افغانان په ناقانونه توګه نیول کیږي.

ټاکل شوې دغه کډوال په جبري توګه له پاکستانه و ایستل شي.

له دې سره هممهاله کراچۍ ښار کې د طالبانو د حکومت سرکونسل مولوي عبدالجبار تخاري ویلي، د دې قونسلګري مسئولینو په هڅو یې ۱۲تنه افغانان د سند ایالت له زندانو راخوشي کړي دي.

تخاري زیاته کړې چې، خوشي شوي کسان د چمن له لارې بیرته هېواد ته ولېږدول شول.

نوموړي زیاته کړې، تېرو درېیو میاشتو کې یې د دوو ښځو اوو ماشومانو په ګډون ۶۲ افغانان د سند ایالت له بېلابېلو زندانو راخوشې او هېواد ته ستانه کړي دي.

د سلګونه کسانو د نیول کېدو او ۱۲ تنو د خوشې کېدو خبر داسې مهال خپرېږي چې، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له ټولو “غيرقانوني بهرنيو اتباعو” او د (ای‌سي سي) کارت لرونکو څخه غوښتنه کړې چې تر ۳۱ مارچ مخکې دې له دې هېواده ووځي.

دغه وزارت په يو خبرپاڼه کې، چې پرون (جمعه، د حوت ۱۷مه) خپره شوې، خبرداری ورکړی چې که دا کار ونشي، نو د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه به د دوی د شړلو بهير پيل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...