جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په ۱۱میاشتو کې ۱۱۰۰ټنه جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادرکړي

افغانستان په ۱۱میاشتو کې ۱۱۰۰ټنه جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادرکړي

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۱۸مه】د طالبانو د حکومت‏ صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې له افغانستانه نورو هېوادونو ته ۱۱۰۰ ټنه جلغوزې صادر شوي دي.

د یاد وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي چې، د روان ۱۴۰۳ کال له پیل بیا د سلواغې تر پایه د شاوخوا ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته د جلغوزیو صادرات شوي دي.

نوموړي اتریش، اردرن، متحده عربي اماراتو، برېټانیا، امریکا، ایټالیا، اسټرالیا، جرمني، ترکیې، چین او یوشمېر نورو هېوادونو نومونه یاد کړي چې صادرات ورته شوي.

کارپوهان وايي، د افغانستان جلغوزي چې په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لري د صادراتو د زیاتوالي لپاره یې لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده.

دوی زیاتوي، کچېرې دغې برخې ته لا پاملرنه وشي په مټ به یې په کور دننه خلکو ته کاري زمینه برابره شي.

یاده دې وي، چې په تېرو درېیو کلونو کې اسلامي امارت د هېواد اقتصادي پیاوړتیا برخه کې ژمنتیا ثابته کړې او د هېواد وچې مېوې صادراتو، انتقال، پروسس او پیاوړتیا ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب