Homeخبرونهتر یوې بریا او یوې ماتې وروسته؛ افغان فوټسال لوبډله نن ماښام...

تر یوې بریا او یوې ماتې وروسته؛ افغان فوټسال لوبډله نن ماښام له ایران سره لوبېږي

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۱۸مه】‏د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د فوټسال ملي لوبډله به د برازیل په څلور اړخیزه لوبلړۍ کې خپله درېیمه لوبه نن (شنبه) د کابل پر وخت د ماښام په ۵ نیمو بجو د ایران پر وړاندې ترسره کړي.

افغان لوبډلې دغې لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ ته ماتې ورکړه، خو په دویمه لوبه کې یې له برازیل ماتې ومنله.

د برازیل پر وړاندې لوبه د کابل پر وخت نن سهار شاوخوا ۴ بجې وشوه چې پکې افغان لوبډلې ماته وخوړه.

د برازیل څلور اړخیز ټورنمنټ د افغانستان، ایران، گرینلند او کوربه برازیل ترمنځ پیل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...