Homeخبرونهملګري ملتونه؛ پر افغان ښځو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده

ملګري ملتونه؛ پر افغان ښځو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۱۸مه】افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، پر افغان ښځو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده.

دغه سازمان اتم د مارچ د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پېغام کې زیاته کړې چې، افغان ښځې د ګڼو ننګونو سره سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

په پېغام کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي ” موږ باید خپله خواخوږي په عمل بدله کړو.”

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې، نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده او افغان ښځې له سختو بندیزونو سره مخې دي.

بل لورته بیا د ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې، علیا احمد بن سیف آل ثاني د دغه سازمان په مرکز کې د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواو افغانستان کې پر روان وضعیت او سولې او ثبات لپاره پر روانو هڅو خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...