تاند【شنبه د کب ـ حوت ۱۸مه】د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له ټولو “غيرقانوني بهرنيو اتباعو” او د (ایسیي سي) کارت لرونکو څخه غوښتنه کړې چې تر ۳۱ مارچ مخکې دې له دې هېواده ووځي.
دغه وزارت په يو خبرپاڼه کې، چې پرون (جمعه، د حوت ۱۷مه) خپره شوې، خبرداری ورکړی چې که دا کار ونشي، نو د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه به د دوی د شړلو بهير پيل شي.
د دې خبرداري له ورکړې سره سم پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد او راولپېنډۍ کې سلګونه افغانان چې ځینې یې “پي او ار” کارتونه هم لري، اسلام اباد کې د کډوالو یوه پنډغالي ته لېږدولي دي.
دغه افغان کډوالو رسنیو ته ویلي چې، اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د “پي او ار” کارت لرونکي افغانان په ناقانونه توګه نیول کیږي.
ټاکل شوې دغه کډوال په جبري توګه له پاکستانه و ایستل شي.
پاکستان داسې مهال دا خبرداری خپروي چې، تازه د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکیچ نهایي نازک شوی دی.
د تورخم دروازې پر سر د دواړو هېوادونو وسله والې نښتې د دې لامل شوي چې هلته پر کډوالو فشار نور هم زیات شي.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال تمه لري چې، د طالبانو حکومت به د دیپلوماسۍ پر اساس له پاکستان سره ستونزه حل کړي.