پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د وینې د فشار درمل د (اې ډي ایچ ډي) له درملنې...

د وینې د فشار درمل د (اې ډي ایچ ډي) له درملنې سره مرسته کوي

تاند – په یوه نوې څېړنه کې څرګنده شوې چې املوډيپین (Amlodipine)، چې د وینې د فشار یو عام درمل دی، ممکن د عدم تمرکز او ډېر فعالیت اختلال (ADHD) د نښو په کنټرول کې مرسته وکړي.

د سري پوهنتون (University of Surrey) او نورو نړیوالو بنسټونو څېړونکو موندلې چې املوډيپین د ADHD دوه اساسي نښې، یعنې ډېر فعالیت (Hyperactivity) او ناڅاپي چلند (Impulsivity)، کموي.

دا موندنې، چې په Neuropsychopharmacology ژورنال کې خپرې شوې دي، وړاندیز کوي چې دا پراخ کارېدونکی درمل کېدای شي د ADHD لپاره د اوسنیو درملو یو خوندي بدیل وي.

څېړونکو پنځه بېلابېل درمل په هغو موږکانو وازمویل چې د ADHD نښې یې درلودې. له دغو درملو یوازې املوډيپین وکولی شول چې ډېر فعالیت په څرګنده توګه کم کړي.

د دې درملو د اغېزو د لا ازمولو لپاره، څېړونکو دا ځل ازموینه پر زېبرا کبانو (Zebrafish) وکړه، چې له انسانانو سره شاوخوا ۷۰ سلنه جیني ورته‌والی لري او په دماغي څېړنو کې ډېر کارول کېږي. پایلې وښودلې چې املوډيپین د دوی هم ډېر فعالیت او هم ناڅاپي چلند کم کړ.

څېړونکو د انسانانو جیني معلومات تحلیل کړل او ویې موندله چې ADHD د مغز له هماغه کلسيم کانالونو (Calcium Channels) سره تړاو لري چې املوډيپین یې هدف ګرځوي. دا ښيي چې دا درمل کېدای شي د ADHD په اساسي مغزي لارو اغېزه وکړي.

د دې ترڅنګ، څېړونکو د انګلستان په کچه د ناروغانو معلومات وڅېړل او وموندله، هغه کسان چې املوډيپین یې کاراوه، د مزاج د ناڅاپي بدلونونو (Mood Swings) او خطرناک چلند کمه سابقه یې لرله. دا موندنه هم د ADHD د درملنې په توګه د املوډيپین احتمالي ګټه تاییدوي.

اوسني ADHD درمل لکه:

  • محرکات (Stimulants) لکه Adderall او Ritalin
  • غیر محرکات (Non-stimulants)
    سره له دې چې دا درمل اغېزمن دي، خو ډېری وختونه د لاندې عوارضو سبب کېږي:
  • د اشتها له لاسه ورکول (Loss of appetite)
  • د وینې لوړ فشار (High blood pressure)
  • سردردونه (Headaches)
  • د خوب ستونزې (Sleep disturbances)
  • د ناسمې استفادې او روږدي کېدو خطر (Risk of misuse or addiction)

خو املوډيپین، چې د وینې د لوړ فشار د درملنې لپاره پراخ کارول کېږي، عموماً له لږو عوارضو سره ښه زغمل کېږي. ځکه چې دا درمل لا دمخه د طبي استفادې لپاره تائید شوي، کېدای شي د ADHD د درملنې لپاره په چټکۍ سره بیا وکارول شي، چې دا به د نويو درملو د جوړېدو په پرتله ناروغانو ته ژر مرسته ورسوي.

اوسني ADHD درمل ټولو ناروغانو ته اغېزمن نه‌دي. حقیقت دا دی چې شاوخوا ۲۵ سلنه ناروغان د موجودو درملو پر وړاندې هیڅ ښه‌والی نه‌احساسوي، چې دا د نويو او خوندي بدیلو درملو اړتیا لا زیاتوي.

د دې څېړنې یو لیکوال، ډاکټر ماتیو پارکر (Dr. Matthew Parker) وایي:
«د املوډيپین، چې د وینې د فشار یو ثابت او خوندي درمل دی، د ADHD د نښو د درملنې لپاره یو هیله‌بښونکی او چټک بدیل برابروي. ځکه چې دا درمل لا دمخه تائید شوي، نو په لنډ وخت کې یې د ADHD لپاره کارول ممکن دي.»

سره له دې چې دا پایلې هیله‌بښونکې دي، خو تر هغه چې املوډيپین د ADHD د درملنې لپاره په رسمي ډول تائید نه شي، نورې څېړنې ته اړتیا ده. راتلونکې کلینیکي تجربې به وښيي چې دا درمل په انسانانو کې څومره اغېزمن دي، د خوړو دوز (Dosage) به یې څومره وي، او آیا دا واقعاً د اوسنیو درملو په پرتله لږ عوارض لري که نه.

دا څېړنه د ADHD په درملنه کې یو احتمالي پرمختګ بلل کېږي. املوډيپین، چې یو عام او خوندي درمل ګڼل کېږي، په حیواني ماډلونو کې د ډېر فعالیت او ناڅاپي چلند په کمولو کې اغېزمن ثابت شوی. که راتلونکې څېړنې یې ګټې تایید کړي، دا درمل به هغو کسانو ته یو نوی، خوندي انتخاب برابر کړي، چې اوسني ADHD درمل ورته اغېزمن نه‌دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...