جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی

د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی

تاند (سې‌شنبه، د کب/ حوت ۷مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست نن (سې شنبې) د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده.

دغه ریاست پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په هلمند، هرات، ارزګان، زابل، کندهار، فراه، غور، بادغیس، جوزجان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، غزني، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کونړ، ننګرهار، لغمان، بدخشان، تخار، زابل او نورستان ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلونو اټکل کوي.

په خبرپاڼه کې همداراز ويل شوي چې د هېواد په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختيځو او مرکزي سيمو کې د سختو بادونو اټکل شوی، چې تېزوالی به يې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کيلومترو پورې وي.

د هوا پېژندنې د ادارې په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د دغو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د واورې کچه له ۱۰ تر ۵۰ سانتي‌متره او د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ميلي‌متره پورې اټکل شوې ده.

افغانستان، چې پر له پسې وچکالیو ځپلی، ډېرو ورښتونو ته اړتیا لري څو تر مځکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي او له بلې خوا په دوبي د کرنیزو مځکو لپاره کافي اوبه برابرې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...