چهارشنبه, جنوري 29, 2025
Homeخبرونهکرکټ: عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د نړۍ غوره لوبغاړی شو

کرکټ: عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د نړۍ غوره لوبغاړی شو

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۸ مه) د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سی نن (دوشنبې) وویل چې عظمت الله عمرزی د ټوپ وهونې او توپ اچونې په شمول په ټولو برخو کې د ښو لوبو په خاطر د کال غوره کرکټر اعلانوي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې عظمت الله عمرزي د ۲۰۲۴ کال په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې په ښي لاس چټک باولنګ کاوه او په غوره توپ وهنې سره یې د افغانستان د لوبډلې په بریالیتوبونو کې مهمه ونډه اخیستې ده.

عمرزي په ۲۰۲۴ کال کې په ۱۴ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۴۱۷ منډې جوړې کړي او ۱۷ ویکټې یې اخیستي دي.

د عمرزي د بټنګ اورج یا اوسط څه باندې ۵۲ دی او د ویکټو هغه یې بیا څه باندې ۲۰ یاد شوی په دې معنی چې په هره لوبه کې یې په اوسط ډول یواځې ۲۰ منډې ورکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا یاده کړې چې عظمت الله عمرزي له ایرلند، جنوبي افریقا، بنګله دیش او زمبابوې سره په لوبو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

د کال غوره کرکټر ته د نړۍ په کچه تر ټولو نامتو او تکړه لوبغاړي کاندیدیږي.

که څه هم د راشدخان په څېر د افغانستان ګڼ نور لوبغاړي هم په نړیواله کچه له پيژندل شویو لوبغاړو دي خو دا لومړی وار دی چې یو افغان لوبغاړی د کال غوره کرکټر یادیږي.

په وروستیو کې راشدخان د نړۍ لومړی درجه توپ اچوونکی او محمد نبي د نړۍ لومړی درجه آل راونډر پېژندل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب