دوشنبه, جنوري 27, 2025
Home+د خوست نوی ښار | محمدالله شېرزی

د خوست نوی ښار | محمدالله شېرزی

تاريخچه:

د خوست اوسنی ښار کالونه وړاندې (۱۳۳۲ لمريز کال) جوړ شوی، سره د دې چې په جغرافيايي لحاظ د ولایت په منځنی برخه کې موقعيت لري، له ۵ زرو زيات کاروباري ځايونه او تر ۴ سوه زرو شاوخوا وګړي پکې کاروبار او ژوند کوي، خو د مخ پر زياتيدونکي نفوس ظرفيت نه لري او د دې ښار ترڅنګ بديل باندې بايد فکر وشي.

د نوي ښار جوړيدل:

د دې ستونزې د حل يواځنۍ لاره د زاړه ښار ترڅنګ په ماستر پلان کې د نوي ښار پلانيزه کول او جوړول دي، چې د اوسني عصر د غوښتنو مطابق جوړ شي.


د دې چارې دپاره د ښار دريمه ناحیه کې د صحرا باغ سيمه مناسب ځای ګڼل کيدای شي، چېرته چې د جرمنيانو له لورې پرې د ناجو ونې کېنول شوې وې او بيا نظامي مرکز باندې بدل شو، چې ښار ته د نږدې نورو ساحو په نسبت زياته عراضي لري او ملکيت يې هم دولتي (دفاع وزارت)دی.

دغه ساحه نظامي ځای دی، خو داسې اساسي ودانۍ نه دي پکې جوړې او نه هم پکې مهم امنيتي ارګان حضور لري، خو يواځې د دفاع وزارت اړوند امنيتي مسولين پکې مېشت دي او ساتنه يې کوي.

جغرافيه:

دغه ساحه که وليدل شي، لويديځ ته د ګلزار اکا زيارت، جنوب ته د نيچکي خوړ، شمال ته د صبريو ولسوالي او ختیځ ته د مهاجرينو (قلموال مېنه) ښارګوټی احاطه کوي، چې نسبتاً مناسبه عراضي ده او د ښې پلان ګزارۍ پر اساس پکې مناسب ښار ساز کیدلی شي.

پلان:

ښاروالي به غوښتنه کوي، چې په ښار باندې د نفوسو تراکم ته په کتو سره ورځ تر بلې زيادت راځي او اوسنی جغرافيه يې وړتيا نه لري، نو اړتيا ليدل کيږي، چې د خوست دپاره د اوسني ښار(زوړ ښار) ترڅنګ نوی ښار د نننۍ نړۍ غوښتنو مطابق جوړ کړل شي. د ښار جوړولو ریاست دغه وړانديز مرکز ته ليږي او د يوه تخنيکي ټيم په واسطه يې سکېج او کروکي جوړه او هم د ملکيت لېږدونې سلسله روانه شي، نو خوستيان به د مناسب نوي ښار څخه برخمن شي.


د دې ساحې يوه ځانګړنه داده، چې شمال ختيځ ته يې تيار جوړ استوګنيز ښار ګوټی شتون لري او شمالي برخې ته پرتې غونډۍ يې تر خوني خوړه پورې په استوګنيزو اپارتمانونو وپوښل شي او شنې/ تفريحي ساحې پکې جوړې شي، په هواره ځمکه يې تجارتي مارکيټونه، ديني، ښوونيز، کلتوري، ورزشي، توليدي…ځايونه، پراخ سړکونه او څلور لاري جوړ شي، نو د يوه پوره ښار بڼه به خپله کړي.

پايله:

ياده چاره د اوسني ښار لمنه پراخوي، د ځمکې اوسنی لوړ قيمت ورسره قابو کېږي، د خلکو کاروبار او استوګنه پکې پراخيږي، په شمالي برخه کې يې د دويم صنعتي پارک کارونه ګړندي کيږي، حکومت او په ځانګړی ډول ښاروالۍ ته په لويه پيمانه د عوايدو سرچېنه ګرځي.

د دې پلان عملي کول به اسانه نه وي، خو د ښاروالۍ اوسنۍ رهبرۍ کې دا وړتيا ليدل کېږي، چې کارونه يې روان او کم وخت کې سرته ورسوي او ورسره به د دغه ولايت حيثيت، ظرفيت او مقام لوړ شي او د لومړۍ درجې داعيه به يې لا غښتلې او پر حقه شي.

1 COMMENT

  1. مننه
    شه لیکنه. د خوست ښاروالي رشتیا چې فعاله ده. داکنه مې د دې کبله هم خوشه شوه چې اوس او د سبا د پاره خبرې پکې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب