چهارشنبه, جنوري 29, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهم.م. وايي چې لا هم په افغانستان کې د ځنګلونو تخریب دوام...

م.م. وايي چې لا هم په افغانستان کې د ځنګلونو تخریب دوام لري

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۸مه) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې په افغانستان کې د ځنګلونو تخریب لا هم یوه جدي ننګونه په ده.

دې ادارې ویلي چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې د نړیوال چاپېریال د اسانتیاوو له سازمان سره په ګډه په کونړ کې ۴۷۱ زره د څېړیو او چهارمغز نیالګي او ۸۰ زره مېوه لرونکي ونې ایښې دي.

دې ادارې نن په خپله په ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې ونو له اېښودلو سره په کونړ ولایت کې ۳۳۰۰ هکتاره ځنګلونه بیا رغول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، ځنګلونه او بوټی لرونکې سیمې د افغانستان شاوخوا ۱.۷۸ میلیون هکتاره مساحت پوښي چې د افغانستان د ټولې ځمکې شاوخوا ۲.۸ سلنه جوړوي.

خو د ملګرو ملتونو په وینا، له ۱۹۹۰ تر ۲۰۰۰ پورې د ځنګلونو او بوټو پوښښ په خورا زیات ډول کم شوی او په افغانستان کې د ځنګلونو د تخریب منځنی کلنۍ کچه ۲.۳ سلنې ته رسېدلې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې په کونړ کې د څنګلونو پراخ تخریب د چاپېریال د جدي تخریب او د دې ولایت د اوسېدونکو د ژوند د معیشت د له منځه تللو سبب شوی دی.

طالبانو په ځینو ځایونو کې د ځنګل ساتنې لپاره ځانګړې قطعې جوړې کړي او تر ډېره یې د ونو د وهلو او د لرګیو د پلورلو مخه نیولې ده. خو له دې سره سره ځنګل وهونکي لا هم په محدوده پیمانه د ونو وهلو ته په نویو طریقو دوام ورکوي

1 COMMENT

  1. دا چی ویل کیږی د ننګرهار د ګمرک 4 بست قیمت تر یو لک ډالرو زیاد شو، نو شک نشته چی طالب چارواکی به هم د څنګه په قاچاق کی ښکیل نوی. هغوی چی د اسلحو قاچاق کوی څنګل خو ورته حلال ښکاری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب