تاند(دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۸ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند نن اعلان وکړ چې دوی له پاکستان یا نورو هیوادونو سره د نجونو لپاره د تحصیلي بورسونو د ورکړې په اړه کومه موافقه نه ده کړی.
ضیاءالله هاشمي په ایکسپاڼه کې لیکلي: «هغه راپورونه چې د افغان نجونو لپاره د پاکستان د بورسونو په اړه د طالبانو د مشروط توافق په اړه خپاره شوي، حقیقت نه لري.»
هاشمي دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د پاکستان د علامه اقبال سکالرشیپونو لپاره له افغانانو حضوري او آنلاین ازموینه د دلوې/ سلواغې په شپږمه او اوومه نېټه واخیستل شوه.
ځینې راپورونه وايي چې پاکستان له اروپايي اتحادیې ۵۰۰ میلیون یورو ترلاسه کړي چې افغان نجونو ته د لوړو زده کړو امکان برابر کړي. پاکستان او اروپايي اتحادیې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې طالبانو د افغان نجونو د تعلیم لپاره په دې شرط موافقه کړې چې له دوی سره یو نارینه محرم ملګری وي.
د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان مخکې تایید کړې وه چې اسلامآباد افغان زده کوونکو ته تحصیلي بورسونه ورکوي.
صادق خان د دې بورسونو په اړه له طالبانو سره د کوم توافق یادونه ونه کړه، خو ویې ویل چې په عمومي ډول ۲۰ زره او ۸۰۶ زده کوونکو، چې پکې ۱۵ زره او ۷۹۱ هلکان او ۵ زره او ۱۵ نجونې شاملې دي، له ټول افغانستان څخه د دې بورسونو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.
د هغه په وینا، ۱۴ زره او ۲۴۴ کسانو د لیسانس لپاره، ۵ زره او ۹۴۶ کسانو د ماسټرۍ لپاره او ۶۱۶ کسانو د دوکتورا لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.