چهارشنبه, جنوري 29, 2025
Homeخبرونهایرانی مقام: د دوغارون له لارې سږ کال ۵۰۰ زره افغانان خپل...

ایرانی مقام: د دوغارون له لارې سږ کال ۵۰۰ زره افغانان خپل هیواد ته تللي

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۸ مه) د ایران د رضوي خراسان ولایت د پولیسو او امنیتي چارو مرستیال وايي چې د روان کال له پیله ۵۸۶ زره افغان کډوال د دې ولایت د پولو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

 امیر شمقدري نن (دوشنبې) وویل چې دا کسان له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي او د دوغارون له پولې افغانستان ته استول شوي دي.

دغه پولیس چارواکي د ایران رسمي خبري آژانس (ایرنا) ته وویل چې په روان لمریز کال کې د ختیځو پولو له لارې ایران ته د بې اسناده افغانانو ننوتل کم شوي، خو د دوغارون له پولې د دوی رسمي ننوتل د تېر کال په پرتله زیات شوي دي.

د رضوي خراسان ولایت د پولیسو مرستیال بې اسناده افغان کډوال د “پولې تېري کوونکو” وبلل او ویې ویل چې د تېر کال د ورته وخت په پرتله د دوی په غیرقانوني راتګ کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.

نوموړي دغه راز د افغانانو د کار کولو پر بندیز ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دوی لومړیتوب د بې اسنادو کډوالو پېژندنه او تنظیم دی.

دغه چارواکي مخکې هم ویلي و چې هره ورځ د دوغارون له پولې له زرو زیات بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان پر اساس، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې له ایران څخه افغانستان ته تر یو میلیون او  ۲۰۰ زره زیات افغان کډوال ستانه شوي دي چې ۶۷ سلنه دغه کډوال په زور ایستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب