یکشنبه, جنوري 26, 2025
Home+د سور پیاز پوستکی د لوړ فشار مخه نیولی شي

د سور پیاز پوستکی د لوړ فشار مخه نیولی شي

تاند – لوړ فشار د زړه ناروغیو یو له اصلي لاملونو څخه دی. د دې کنټرول په ځانګړي ډول هغو کسانو لپاره مهم دی چې زیات وزن یا چاغښت لري، ځکه دوی د زړه ناروغیو په برخه کې په لوړه کچه خطر سره مخ دي. د بون پوهنتون څېړونکو غوښتل وڅېړي چې آیا کویرسیټین واقعاً د لوړ فشار په کمولو کې مرسته کولی شي که نه.

د دې معلومولو لپاره، دوی یو څېړنیز پروګرام ترسره کړ چې په کې ۷۰ ګډونوال شامل وو. ټول ګډونوال زیات وزن یا چاغښت درلود او د لوړ فشار نښې یې لرلې. ګډونوال په دوو ډلو ووېشل شول. یوې ډلې ته هره ورځ ۱۶۲ ملی ګرامه کویرسیټین ورکړل شو، چې له د سور پیاز له پوستکو استخراج شوی و، په داسې حال کې چې بلې ډلې ته یو بې‌اثره مواد (placebo) ورکړل شول. دا څېړنه شپږ اونۍ دوام درلود.

د بون پوهنتون څېړونکو موندلې چې د سور پیاز پوستکی، چې اکثره د کثافاتو په توګه غورځول کېږي، د حیرانتیا وړ روغتیایي ګټې لرلی شي.

د پیاز پوستوکی له هغو کسانو سره، چې د زیات وزن یا چاغښت له ستونزې سره مخامخ دي، د لوړ فشار په کمولو کې مرسته کوي. لوړ فشار میلیونونه انسانان د زړه د ناروغۍ او فلج په څېر جدي روغتیایي ستونزو له ګواښ سره مخامخ کوي.

د دې موندنې کلیدي ماده یوه طبیعي نباتي ماده ده چې کویرسیټین (Quercetin) نومېږي. دا ماده په ډېرو ورځنیو خوړو لکه مېوو، سبزیجاتو، تخمونو، او غلو کې موندل کېږي، خو په ځانګړي ډول په کاپر، سور پیاز، او کرم یا کلم کې ډېره زیاته ده.

کویرسیټین لږ تریخ خوند لري او اکثره په روغتیایي محصولاتو لکه سپلیمنټونو او مشروباتو کې کارول کېږي. هغه څه چې کویرسیټین ځانګړی کوي، د زړه د روغتیا ملاتړ دی، په ځانګړي ډول د لوړ فشار یا هایپرټینشن د کمولو لپاره یې وړتیا د پام وړ ده.

څېړونکو په دې ازمېښت کې د ګډونوالو د وینې فشار له ازموینې څخه مخکې او وروسته اندازه کړ.

لومړی یې په کلینیک کې منظمې اندازې واخیستې، او دویم یې د ۲۴ ساعتونو دقیقې څارنې طریقه وکاروله، چې د ورځې او شپې په اوږدو کې د وینې فشار څارنه یقیني کړي.

پایلې هیله‌بښونکې وې. هغو ګډونوالو چې لوړ فشار یې درلود او کویرسیټین یې اخیستی و، د وینې فشار په کچه کې د پام وړ کموالی وښود چې د پلاسیبو ډلې ګډونوالو په پرتله ښه و. دا ښه‌والی د ورځې او شپې په دواړو وختونو کې دوام درلود.

خو کویرسیټین په نورو روغتیایي نښو لکه کولیسټرول، د وینې شکر، التهاب، یا اکسیدي فشار باندې هیڅ د پام وړ اغېز ونه ښود. که څه هم دا د وینې د فشار لپاره اغېزمن و، خو په نورو روغتیایي برخو کې یې کومه د پام وړ ګټه ونه لرله.

د دې څېړنې پایله څرګنده ده: د سور پیاز له پوستکو څخه ۱۶۲ میلی ګرامه کویرسیټین اخیستل د لوړ فشار د کمولو لپاره یوه اغېزمن او طبیعي لاره کېدای شي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې د زړه د ناروغیو له خطر سره مخامخ دي. خو دا هم باید په پام کې ونیول شي چې دا درملنه ممکن په نورو روغتیایي ستونزو کې مرسته ونه کړي.

کویرسیټین یوازینۍ طبیعي لاره نه ده چې د وینې فشار په کمولو کې مرسته کوي. نورې څېړنې ښيي چې د چای څښل، ځینې بوټي د خوړو په توګه اخیستل، یا د رژیم له لارې د شکر کموالی هم ګټه لرلی شي.

ځینې څېړنې حتی ښيي چې ویټامین ډي ممکن په هغو کسانو کې چې شکر لري، د وینې فشار ښه کړي. دا موندنې د زړه د روغتیا لپاره د طبیعي درملو اغېزې په ګوته کوي.

دا څېړنه، چې د بریتانیا د تغذیې په ژورنال کې خپره شوې او د ورینا برول او د هغې د ټیم له خوا شوې، د طبیعي او اسانه لارو په مرسته د عامو روغتیایي ستونزو د مدیریت لپاره د څېړنو د زیاتېدو برخه جوړوي.

د هغو کسانو لپاره چې د لوړ فشار په اړه اندېښمن دي، د کویرسیټین په څېر طبیعي سپلیمنټونه اخیستل کېدای شي د روغتیا د ملاتړ لپاره خوندي او اغېزمنې لارې برابرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب