تاند【شنبه د سلواغې ـ دلوې ۶مه】د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، تېر ۲۰۲۴ کال کې پر بهرنیو هېوادونو د دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو پلور ۲۹ سلنې زیاتوالی موندلی او ۳۱۸.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلی وو.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې،د وسلو پلور او لېږد د امریکا د بهرني سیاست د اساسي وسیلو په توګه، پر سيمهييز او نړۍوال امنیت اوږدمهاله اغیزې لري.
د امریکا د وسلو صادرات په داسې حال کې زیات شوی، چې ډېری هېوادونه هڅه کوي،څو اوکراین ته خپل استول شوي تجهیزات جبران کړي او خپل دفاعي توان د احتمالي ګواښونو پر وړاندې پیاوړی کړي.
یاد وزارت دا خبر داسې مهال خپروي، چې تازه ټرمپ د خپل نوي واک پیل سره سم ګوتڅنډنه کړې، چې افغانستان څخه به خپل پاتې وسلې او تجهیزات حتمي اخلي.
ټرمپ د همدې تجهیزاتو د اخیستو په پار پر طالبانو د ډالرو بستې د څو میاشتو لپاره وتړلې.