یکشنبه, جنوري 26, 2025
Homeخبرونهجرمني یوه بله ډله افغان کډوال هم افغانستان ته استوي

جرمني یوه بله ډله افغان کډوال هم افغانستان ته استوي

تاند【شنبه د سلواغې ـ دلوې ۶مه】د جرمني هېواد یوه بله ډله افغان کډوال هم افغانستان ته استوي.

د یاد هېواد یوې ورځپاڼې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله ویلي، چې چارواکو له یوه سیمه ییز شریک سره ګډ کار پیل کړی، څو د افغانانو یوه ډله له عمومي ټاکنو مخکې ولېږي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند دا خبره تایید کړه، چې د دې افغان کډوالو د ایستلو پر پلان کار روان دی، خو زیاته یې کړه چې دا پرېکړه د جنوري د ۲۳مې له ټاکنوسره هېڅ راز تړاو نه لري.

نوموړي همدراراز یادونه کړې، چې دا ډله افغانان به هغه مهال افغانستان ته په یوه الوتنه کې واستول شي چې شرایط ورته برابر شي.

بل لورته ‏د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین ليوېټ ویلي، چې له امریکا د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.

کارولین پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ نړۍ ته روښانه پیغام لري، چې په ناقانونه توګه امریکا ته ور نه شي، که نه له سختو پایلو سره به مخ شي.

لیوېټ ویلي، چې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ادارې ۵۳۸ ناقانونه کډوال نیولي، چې د هغې په وینا په بېلابېلو جرمونو محکوم مجرمین هم پکې شامل دي.

هغې زیاته کړې چې تازه سلګونه ناقانونه کډوال په یوه نظامي الوتکه کې له امریکا ایستل شوي هم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب