Homeخبرونهد پاکستان له زندانونو ۷۰ تنه افغانان آزاد او افغانستان ته راستانه...

د پاکستان له زندانونو ۷۰ تنه افغانان آزاد او افغانستان ته راستانه شول

تاند【شنبه د سلواغې ـ دلوې ۶مه】شاوخوا ۷۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې ۶۶ افغانان چې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله په پاکستان کې بندیان وو، د تورخم له لارې بیرته افغانستان ته راستانه شول.

په همدې حال په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل سيد عبدالجبار تخاري وايي، دغه راز د راحيله په نوم يوه مېرمن، چې له دوو کلونو راهيسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې له خپل خاوند او ماشوم سره بندۍ وه، د همدې کونسلګرۍ د هڅو په پايله کې راخوشې شوه.

د یادونې ده چې هره ورځ لسګونه افغانان د پاکستان له زندانونو آزادېږي او افغانستان ته استول کېږي.

پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د زنداني کولو او شړلو پروسه چټکه کړې ده،چې په کور دننه او د باندې یې اندېښنې راپورته کړې دي.

د بشر حقونو د ملاتړ نړیوالې ادارې د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کوي،چې له کډوالو سره په چلند کې د سختۍ پر ځای نرمۍ نه کار واخلي او بدیله لار غوره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...