یکشنبه, جنوري 26, 2025
Homeخبرونهملګري ملتونه؛ د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام د کم...

ملګري ملتونه؛ د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام د کم عمره نجونو د ودونو ګواښ زیاتوي

تاند【شنبه د سلواغې ـ دلوې ۶مه】د جندر د برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکوي، چې د نجونو د زده کړو د بندیز دوام په افغانستان کې په کم عمرۍ کې د ودونو خطر زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې دغه سازمان له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو د زده کړو د بندیز پر پرېکړه له سره غور وکړي.

دې ادارې په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د نجونو د تعلیم او روزنې د ځنډیدو دوام به په هیواد کې د کم عمره نجونو د ودونو خطر د ۲۵ فیصده زیاتوالي او د میندو د مړینې د ۵۰ فیصده زیاتوالي سبب لامل شي.

د طالبانو د حکومت د بیا ځل واکمنېدو څلورم کال روان دی، چې دوی پر نجونو د زده کړو دروازې تړلې دي.

افغان نجونې هم د طالبانو له حکومته غواړي، چې د دوی زده کړو ته اجازه ورکړي، خو دوی په دې باور دي، چې د طالبانو په شتون کې به یې دا ارمان پوره نشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب