۲۳ کاله مخکي د پښتو په ډیجیټلایزینشن کي په یوازي سر کار راپيل سوی دی
له احمدولي اڅکزي سره مرکه
مرکه کوونکی: غني حسن
لنډکۍ سریزه:
نن د ویکپيډیا ۲۴ کاله پوره سول او له ښه مرغه د نړۍ د ډیجیټلایزیشن په دنیا کي افغانستان په خاص ډول پښتنو د پښتو ژبي لپاره همدا کاروان روان کړی دئ او ۲۳ کاله مخکي ئې د انټرنيت په نړۍ کي د پښتو ژبي د غنامندۍ او ترقۍ لپاره هر تخنیکي شخص او اکاډمۍ دا هڅي په یوازي سر راپیل کړې. په یوازي سر په دې مانا چي په دولتي سطحه او یوې مشخصي اکاډمۍ دا کار د یو منظم پروسیجر او میکانیزم له مخي ونه کړ، هغه دی، چي لا تر اوسه موږ په هارډ شکل خپل لوی افغاني دایرةُالمعارف نه لرو، په سافټ شکل او یا پر لیکه کولو سوچ خو ئې بیخي د دوی په پلان کي نه ؤ/نه هم دی او که داسي ټپه ټغره وه ممکن نور به ئې هم ونه وینو. کاش داسي وخت ژر راسي، چي خپل اریانا دایرةالمعارف پر لیکه ولرو، هر افغان انسان د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي ورڅخه ښه استفاده وکړي، موږ لا تر اوسه ناست یو او په شعرونو کي د قافیې ډولونه او عیبونه او یاهم ادبي جوړښتونه څيړو ، که ئې نه منئ ځيني لیکوالو ورباندي علمي رتبې هم اخیستي دي. په هر صورت موضوع راڅخه بل لوري ته ځي پر دې به پر کراره ږغېږو.
قاموسونه ټکی کام باندي احمدولي اڅکزي د پښتو ژبي او پښتنو سره د میني په موخه او د دې ژبي د بریښنايي کولو په موخه او د نوي نسل لپاره د اسانتیاوو په موخه دې کارونو ته کار ویلی او ثمره ئې په ټوله نړۍ کي نه یوازي د پښتو ژبي ویوونکو ورڅخه ښه استفاده کړې ده بلکي د ۱۸ ژبو قاموسونه ترتیب او انلاین سوي دي، اپډيتېږي هم او پر نورو قاموسونو هم کار روان دی.
څه وخت مخکي د یوه ملي کنفرانس لپاره مي د یوې علمي مقالې لپاره چي عنوان ؤ: (د څېړو مقالو، او اثارو د ډیجیټل کولو ګټي) د یوه ماخذ په توګه مي د ښاغلي احمدولي اڅکزي سره مي د قاموسونو پر ټکي کام او یا هم د اثارو د ډیجیټل کولو پر ګټو ورسره مرکه کړې ده، دا چي مقالې لپاره مي ارقام، کلونو، احصائيې او د یوه علمي مرکز ادرس او د هغه مالومات په کار ول، ما ورڅخه استفاده وکړه، خو ومي غوښتل دا مقاله کي ئې د ښاغلي احمدولي اڅکزي خورا مهمي او جالبي خبري دي، د خپرېدو وړ او په جلا توګه د یوې مقالې ارزښت هم لري، پر تاسو ټولو لوستونکو مي پیرزو ول.
درنښت غني حسن
سوال: – تاسو له ډیرو کلونو قاموسونو ټکي کام ته په یوازي سر لګیا یاست او کار کوئ ایا دغه کار د یوې اکاډمۍ نه دی، څنګه یی په یوازي سر سره رسولای سئ؟
جواب: – ما ۲۳ کاله د شته پښتو قاموسونو په ډيجيټل کولو، د پوهنتونونو او عالمانو سره د همکارۍ له لارې د نوو قاموسونو په جوړولو او د پښتو د زړو شعري اثارو په ډيجيټل کولو او آنلاين کولو کې د يو اماتور په توګه کار کړی او لا ورباندې کار کوم. ما دغه کار د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼې له لارې کړی. دا چې زه له يو اړخ څخه اماتور يم او له بل اړخ څخه په خپله پروژه کې يوازې يم او حتی دويم کس لا راسره نشته نو زما کار د نيمګړتياوو او تشو ډک دی چې له کبله يې نتايج د يوې مسلکي اکاډمۍ د کار د پايلو سره نشي پرتله کېدلای. د يوې اکاډمۍ کار اکاډميک او ژور وي او پکښې په ايډيل حالت کې مسلکي کسان کار کوي او د کار نتايج يې هم د اړونده ساحې د اصولو سره برابر او باکېفيته وي.
سوال:- ولي مو ډیجیټلي برخه انتخاب کړل، یعني هر متن ډیجیټل کوئ او تر خلکو یې رسوئ او هغه هم په وړیا ډول ددغه ډیجیټل کولو ګټه به یې څه وي؟
جواب: – ډيجيټلايزېشن ولې مهم دی؟
کله چې ماشينونه نه ول نو د يو انسان د دوو مټو زور او قوت محدود و او د کار نتيجه يې هم محدوده وه. کله چې صنعتي انقلاب راغلی نو د انسان د دوو مټو زور او قوت يې په لکونو او مليونونو چنده ورزيات کړ. په آلمان کې د بګر ۲۹۳ په نوم يو ماشين دی چې سکاره راباسي. دغه ماشين په يو سر د تقريبا ۱۱۲ زرو انسانانو کار کوي. لکه څنګه چې صعنتي انقلاب نړۍ ته تغير ورکړ، همداسې اوس د ډيجيټلايزېشن او مصنوعي ځيرکتيا انقلاب شروع شوی دی او د انساني دماغ قوت به د مليونونو او ملياردونو سره ضرب کړي. موږ اندازه هم نه شو لګولای چې دا به د انساني ژوند لپاره څومره ژور او اوږدمهاله نتايج او عواقب ولري. مثلا دا نن لا ممکنه شوې چې يو بزګر چې بېسواده وي په ناروغۍ اخته د خپل فصل تشخيص او درملنه وکړي. هغه داسې چې په خپل موبايل د ناروغ بوټي عکس واخلي. د مصنوعي ځيرکتيا ځانګړی ماډل چې د فصلونو د ناروغيو د تشخيص او د درملنې د مشورو لپاره جوړ شوی وي په ږغ او انځور سره دغه بزګر ته جواب ورکړي چې فصل يې په کومه ناروغي اخته شوی او درملنه يې څنګه ممکنه ده.
د ډيجيټلايزېشن او مصنوعي ځيرکتيا انقلاب په چټکۍ پر مخ روان دی، او هغه ژبې او ولسونه چې د دغه انقلاب برخه وي، هغه به په هراړخيزه توګه د نړۍ د نورو ژبو او ولسونو سره په اقتصاد، امنيت، کلتور او د ژوند په نورو برخو کې د سيالۍ وړ وي. خو هغه ولسونه او ژبې چې له دغه کاروان څخه پاته کيږي، هغوی به د تاريخ کندې ته لويږي. له دې څخه موږ اندازه لګولای شو چې مصنوعي ځيرکتيا د افغانانو لپاره څومره مهمه ده.
سوال:- تاسو په څو ژبو قاموسونه ترتیب کړي انلاین کړي او په وړیا ډول مو د خلکو د لاسرسي وړ ګرځولي دي، تاسو او خپله پښتنو یې ګټه لیدلې ده؟
جواب:- پر قاموسونه ټکی کام د بيلو قاموسونو تقريباْ نيم مليون لغتونه آنلاين شوي دي. په آنلاين قاموسونو کې ۲۲ داسې قاموسونه دي چي چاپ شوي دي، او تقريباْ ۳۰ نور داسې دي چې چاپ شوي او اصلاح شوي لا نه دي بلکه ازمويښتي بڼه لري. په ټوليزه توګه په ښه وخت کې پر دغه پاڼه تقريباْ په ۱۸ ژبو د پښتو قاموسونه آنلاين پاته شوي دي. خو دغه پاڼه څو ځله د تخنيکي ستونزو سره مخامخ شوې او په څو څو ځله يې له بده مرغه مواد ضايع شوي هم دي. په دې تسلسل کې پر پاڼه دمګړی صرف چاپ شوي په ۱۱ ژبو د پښتو ۲۲ قاموسونه آنلاين دي. هغه ازمويښتي قاموسونه چې د پاڼې په پخوانۍ بڼه کې شامل ول، په راتلونکي وخت کې به بېرته انشالله آنلاين شي. د قاموسونو تر څنګ د پښتو زړو او نوو شاعرانو تقريباْ دوه لکه مسرعې اشعار هم د دغې پروژې په بهير کې ډيجيټل شوي او انلاين شوي دي. د قرآن پاک د کابلي تفسير ترجمه او تفسير هم د عالمانو او يوې مسلکي ديني ښوونيزې ادارې په مرسته ډيجيټل شوی او آنلاين کړل شوی دی.
دا چې ما په کمپيوټر پوهنه يا آی ټي کې زدکړې نه دي کړي، نو زما نيمګړتياوې او د ټيکنالوژۍ چټک بدلون او پرمختګ زیات وختونه زما لپاره لويه ننګونه وي او د پاڼې د کوډ اپډېټ ساتل راڅخه زيات وخت او خوارۍ غواړي. زما د ټولو هڅو باوجوده ډېر ځله داسې ډيجيټلي حادثې راپېښې شوي چې د کلونو کلونو خوارۍ مې ضايع شوي دي.
قاموسونه ټکی کام هغه وخت د دغو خدماتو وړاندې کول پېل کړل چې ګوګل ټرانسلېټر او ورته خدمات لا نه ول. پر دغه پاڼه په ضرب کې د يوې ثانيې څوک کولای شي چې په لسونو قاموسونو کې د يو لغت په معنی پسې لټون وکړي او نتايج يې وګوري. نو که څوک په کاغذي لسونو قاموسونو کې په دغه لغت پسې لټون کوي څومره ډېر وخت ته به اړتیا وي؟ زه چې څه د پښتو ژبې ژورنالیستان، ژباړونکي، محققين او ليکوالان پېژنم تقريباْ اکثريت يې له قاموسونه ټکی کام څخه کار اخلي.
کله چې د ګوګل ټرانسلېټر لپاره په رضاکارانه توګه د پښتو ژبې د ژباړې پروسه شروع شوه، نو هغه وخت هم او تر نن پورې د قاموسونه ټکی کام پاڼه يوه مؤثقه سرچينه ده. د قاموسونه ټکی کام پروژې يادې ګټې په دې ارزي چې زه ورته انشالله ادامه ورکړم او پکښې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې پراختيا ورکړم. دا چې دغې پروژې ماته شخصا څه ګټه رسولې، په جواب کې يې ويلای شم چې زه يې د خپلو خلکو او خپل هيواد د کړکېچنو حالاتو پر وخت له ناهيلۍ او ډپرېشن څخه ساتلی يم او ماته يې د ژوند يو هدف رابخښلی دی. البته الحمدلله نه ما دغه پروژه په مادي توګه د خپلو شخصي ګټو په نيت پېل کړې او نه مې الحمدلله تر نن پوري له چا په دغه نوم مرسته غوښتې يا منلې ده او نه مې آينده کې دې ته اراده ده.
سوال:- ستاسو ویبپاڼه په ورځ/اوونۍ، میاشت او یا هم کلنۍ ارقام یا احصائیه او ګراف راسر شریکولای سئ، چي څوندي ورڅخه استفاده کېږي؟
جواب:- د بيلو تخنيکي فاکټورونو، ستونزو، ناکافي پوهې او حادثو له مخې تل راته ممکنه نه ده اوسېدلې چې زه د ټولو ۲۳ کالونو ريکارډ وساتم. زما د يو خوشبينانه اټکل له مخې په تيرو ۲۳ کالو کې تقريباْ ۳ سوه مليون پوښتنې يې جواب کړي دي چې ۸۰ فيصده يې مثبتې پايلې وې. يعني له سلو څخه په ۸۰ مواردو کې د لټول شوي لغت لپاره حد اقل يوه پايله موندل شوې ده.
سوال:- ایا مهمه ده، چي موږ خپل علمي، څېړنیز لرغوني او اوسني اثار ټول ډیجیټل کړو او ولي؟
جواب:- هو بالکل، دا يوه مهمه خبره ده چې زموږ ټول زاړه آثار او خطي نسخې نه يوازې دا چې ډيجيټل شي، بلکه بايد ټولو انسانانو ته په وړيا توګه د لاسرسي وړ وګرځول شي. البته دا په دې معنی نه دی چې نور کتابونه دې پر کاغذ نه چاپيږي.
سوال:- ایا د پښتو خپل علمي او څېړنیز اثار که ډیجیټل نسي نو تاوانونه به ئې څه وي؟
جواب:- اوس نوی نسل د موبايل له لارې زياتو معلوماتو ته لاسرسی لري. د موبايل او نورو ډيجيتل لارو بايد ورته کتابونه او کلتوري توکي ورسول شي، که نه نو هغوی به دغه تشه د نورو ژبو او هيوادونو لخوا وړاندې کېدونکو موادو پوره کوي. د کتاب ليکلو او تر لوستونکي پوري د کتاب د رسولو کار بايد د عصر د تقاضاوو او شرايطو سره عيار وي.
سوال:- څه کول په کار دي، چي علمي او څېړنیز اثار ډیجیټل سي؟
جواب:- لومړی قدم خو د ډيجيټلايزېشن د موضوع اهميت درک کول دي. بيا په اړونده ادارو او اکاډميو کې د دغې ساحې سره بلدو او ژمن کسانو ته ځای ورکول اړين دي. تر څنګ يې له ګاونډيو هيوادونو او د نړۍ له نورو هيوادونو څخه معلومات په لاس راوړل دي چې هغوی دغه پروسه څنګه پر مخ بېولې او کوم پلانونه يې لرلي او عملي کړي دي. د نورو له تجربو څخه په زده کړه بيا د خپل هيواد لپاره د باتجربه مسلکيانو په مشوره د يو جامع او اوږدمهال ملي پلان جوړول او عملي کول به مهم ګامونه وي.
سوال:- نوې زمانه د ټکنالوژۍ ده او نوی نسل هر څه اسانه، ارزانه او د لاسرسي وړ خوښوي ایا موږ ددې نوي بریښنايي انقلاب سره ځان عیارولای سو؟
جواب:- که درک او اراده موجوده وي، بالکل د ټکنالوژۍ سره د ځان عيارول ممکن دي.
سوال:- ستاسو غوښتني څه دي، په دې برخه کي؟
جواب:- زما هيله او غوښتنه دا ده چې افغانان د ډيجيټلايزېشن په انقلاب کې شاته پاته نشي. بايد هغوی پر پرديو شرکتونو او هيوادونو په دې برخه کې متکي نه وي، بلکه بايد په دغه ساحه کې خودکفا واوسې. افغانان بايد په دې ساحه کې خپل کارپوهان وروزي او خپل ملي پلان طرحه او عملي کړي.
سوال:- وروستی پيغام د یوه علمي او اکاډمیک مرکز د مسوول په توګه د بریښنايي دنیا او زموږ د اثارو اړوند راسره شریک کړئ!
جواب:- په نړۍ کې زیات هيوادونه شته چې مځکه يې له خزانو ډکه ده، خو دغه خزانې د خاورو په بيه خرڅوي او له همدغو خامو موادو جوړ شوي مصنوعات د سرو زرو په قيمت له باندنيو هيوادونو څخه رانيسي. د مثال په توګه په نفتو بډای يو هيواد کولای شي چې په لوړه بيه د تر ټولو نوی ماډل جنګي الوتکه رانيسي، خو پوښتنه دا ده چې ايا دغه الوتکه به د اړتيا په وخت په رشتيا د دغه هيواد تر امر لاندې وي که به د هغه چا تر اثر لاندې وي چې دغه الوتکه يې جوړه کړېده؟ په لبنان کې د پيجرانو چاودنه يې يو ډېر کوچنی مثال دی. له دې کبله په دې کې هيڅ شک نشته چې د راتلونکي وخت کرنسي او پيسې پوهه، معلومات او ډېټا ده. له روان انقلاب څخه پاته هیوادونه به د خپل شاته پاته والي ډېر لوی قيمت ادا کوي په کلتوري، امنيتي او اقتصادي او نورو زياتو ساحو کې.
زما وړانديز به دا وي چې د افغانستان تعليمي او تحصيلي ادارې په منظمه توګه شاګردانو او محصلينو ته د ډيجيټلايزېشن د پديدې په هکله نه يوازې ښوونه وکړي بلکه د ډېټا د رامنځته کولو، منظم کولو او اصلاح په برخه کې د زده کوونکو او محصلينو له قوې څخه ګټه واخلي. د مثال په توګه د پښتو ژبې د لهجو په ډيجيټل کولو، د پانګې په راغونډولو او نورو برخو کې د همکارۍ اوپن سور پروژې رامنځته کړي او يا له شته پروژو سره همکاري وکړي.
د ډيجيټلايزېشن او مصنوعي ځيرکتيا يوه مهمه ساحه د طبعي ژبو د پروسس کولو ده چې ورته natural language processing ويل کيږي. د دغې ساحې د بيلو ماډلونو په مرسته د ژبو ژباړه، د متن له انځور ځخه ډيجيتل متن ته اړولو، له ږغيزې وينا څخه و ډيجيټل متن ته اړولو، په متن يا وينا کې د تمايل (سپکاوي، کرکې، سياسي نظر، مفکوره) معلومولو او ورته نور ماډلونه جوړيږي. د دغو ماډلونو د روزلو لپاره د اړونده ژبې بيلو ډيجيټل موادو يا ډېټا ته اړتيا وي. تر اوسه چې د پښتو لپاره په دغه برخه کې کوم کار شوی دی، هغه د لويو شرکتونو لکه ګوګل يا مایکروسافټ لخوا شوی دی او له دې کبله دغه ډېټا قلف ده او عامو خلکو، ادارو او اکاډميو ته د لاسرسي وړ نه ده. دغه شرکتونه معيار ټاکي چې ليکدود به څنګه وي، املا به څنګه وي، تلفظ به څنګه وي او ژباړه به څنګه وي. په لسيزو لسيزو د کابل د علومو اکاډمي او د پېښور پښتو اکاډمي د پښتو د ليکدود په تړاو خپل مخالفتونه حل او فصل نه کړل، خو اوس ګوګل او مايکروسافټ يو معيار رامنځته کړی دی چې نه پکښې د پېښور او نه د کابل مشوره غوښتل شوې ده. زما په فکر دا يوه لويه ستونزه ګرځېدلای شي. له دې کبله اول پر دې تحقيق ته اړتيا شته چې ايا شته پښتو ليکدود داسې تعديل کېدلای شي چې د ډيجيټلايزېشن پروسه يې آسانه او چټکه شي، که نه؟ د لر او بر تر منځ د ليکدود د رامنځته شوي درز له منځه وړل او د ټولو پښتنو لپاره د يو واحد ليکدود رامنځته کول يوه بله مهمه اړتيا ده، د دې لپاره چې د پښتو ډيجيټلايزېشن د خنډونو سره مخامخ نشي. بل د پښتو او افغانستان د نورو ژبو پر اوپن سورس موادو رامنځته کولو منظم کار کول پکار دي. په دغه ساحه کې هم پوهنتونونه او محصلين ډېر ګټور رول لوبولای شي او په دې توګه په دغه ساحه کې په خود کفايي کې مرسته کولای شي.
معلوماتو او پوهې ته لاسرسی د يو ولس لپاره د پرمختګ او شاته پاته والې تر ټولو مهم فاکتور دی. د ډيجيټلايزېشن او مصنوعي ځيرکتيا پديده موږ ته د نورې نړۍ سره په ډيرو کمو وسايلو د ځان سيال کولو يوه بېسارې موقع ده. معلوماتو او پوهې ته د لاسرسي لپاره حتی نور د پرديو ژبو زده کول اړين نه دي. بلکه د مصنوعي ځيرکتيا له کړکۍ د ټولې نړۍ شته علم او معلوماتو ته لاسرسی زموږ ستاسو د ځيرک تليفون او انټرنټ له لارې ممکن شوی دی. د دې لپاره چې دغه مصنوعي ځيرکتيا زموږ په ژبو په سمه توګه پوه شي، بايد موږ ورته هلې ځلې وکړو.