تاند (پنجشنبه، د مرغوميږ جدي ۲۷ مه) په اسلامآباد کې د افغانستان د سفارت سفیر سرداراحمد شکېب د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له رئیسې فیلیپا کندلر سره په کتنه کې وویل چې د پاکستان پولیس د افغان کډوالو کورونه تلاشي کوي او حتی د ښځو او ماشومانو په شمول هغه افغان اتباع چې ویزې او قانوني اسناد لري، نیسي.
په اسلامآباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستان پولیسو اعلان کړی دی چې د جنورۍ له ۱۵ نېټې وروسته هیڅ افغان تبعه، که د قانوني اسنادو لرونکی وي یا نه، په اسلامآباد او راولپنډۍ کې پاتې کېدای نه شي.
په بیان کې راغلي: «په دې کتنه کې د افغانستان سفیر په اسلامآباد او راولپنډۍ کې د افغان اتباعو د نیولو او ځورولو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه باید د پی او آر، ای سي سي، او شارپ ټوکن د کارت لرونکو د حقونو د ساتنې او د دوی لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي.»
د بیان له مخې، په راولپنډۍ کې ډېری افغان اتباعو، چې له څو لسیزو راهیسې هلته ژوند کوي، د پولیسو له ویرې خپل کاروبارونه او دوکانونه له څو اوونیو راهیسې تړلي دي.
په بیان کې ویل شوي چې مېرمن فیلیپا هم د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان د امنیتي ادارو د وروستیو اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د طالبانو په وینا هغې ویلي: «موږ هم د افغان کډوالو د ځورولو په اړه شکایتونه ترلاسه کړي او لا هم ترلاسه کوو. په دې اړه مو د پاکستان له حکومت، په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، او د کډوالو وزارت له چارواکو سره څو غونډې کړې دي، څو ډاډ ترلاسه کړو چې دا کړنې پای ته ورسیږي.»
هغې زیاته کړه چې په راتلونکو ورځو کې به هم په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.