پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل پاچا ازمون

د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل پاچا ازمون

د وطن غمي

د لوړاګي په بټۍ کې زموږ شریکباڼي ټیلفون ته کولپ اچولی و، کله به چې د هغه خوښه وه، نو کولپ به یې پرانست، ما د شمېرو وړه کتابچه په ګوتو کې اړوله را اړوله چې شریکباڼی راغی:

ـ څه کړې؟

ـ یو ټیلفون کړم.

ـ لوکل؟

ـ لوکل یې څنګه؟!

ـ همدلته لواړګي کې که بل چېرته؟

ـ پېښور ته.

ـ ښه دا خو کوډ غواړي!

ـ له دې ځایه نشي که څنګه؟

ـ کېږي، خو ډېره خرچه پرې راځي.

په مړاو ګوتو یې کولپ پرانست، کتابچه یې را نه واخسته.

ـ په دې خو زه نه پوږم (پوهېږم)!

ـ ولې؟

ـ دا ده(دې) په پښتو لیکلي.

ـ نو ته په پښتو شمېرو هم نه پوهېږو.

ـ نه کنه، مونږ سره انګلېش کې خبرې کړه.

کتابچه مې ترې ټک وهله، یوه یوه شمېره مې ور ته ویلې او دلته د ټیلفون ګردۍ پرې تاووله. یوه شېبه یې خپل غوږ ته نیولې وه:

ـ واخله خبرې وکړه.

یوه نا اشنا نري تت غږ سره مخ شوم، و مې پوښت:

ـ انځور صاحب مې پکار دی.

ـ غوږ کې دې وي.

یوه شېبه وروسته غږ راغی:

ـ انځور یم.

ـ زه ازمون یم.

ستړي مشي خواره مشي وشوه، دستي یې را ته وویل:

ـ راځه که نه؟!

ـ زه خو اوس لوړاګي کې یم.

ـ نو څه وخت دې خوا را ځي؟

ـ دوه ورځې وروسته

ـ هرکله راشې!

له ژمنې سره سم دوه ورځې وروسته د ۱۳۷۱ل کال د غبرګولي په څلورمه د پېښور ابدره روډ په خیبر پلازه کې افغان کولتوري ټولنې دفتر ته ورغلم، استاد انځور یوې سړې کوټې ته چې د دوی عمومي دفتر و، ور وستم. خولې را پورې وچې شوې، د کوټې په یوه کونج کې مې وره ته څېرمه پر یوه وچ کلک سړي، سترګې خوږې شوې، له سپینو او تورو ډکو ډک وېښتان یې شا ته اړولي وو، قره قلۍ یې د مېز پر سر ایښې وه،  په نریو سپینو قاسمي غاړه جامو کې یې نرۍ نرۍ پوښتۍ له ورایه شمېرل کېدې، غومبري یې هم د مخ په ژوره زېړ بخنه کاسه کې ورک او بادامي سترګې یې په ګڼو وروځو کې رپېدلې، لکه په عمر عمر مې چې ورسره لیدلي کتلي او په یوه جومات کې مې ورسره تل لمونځ کړی وي، د لطف او مهربانۍ غېږه یې پرانسته، بېرته خپل مېز ته کېناست، یو لوی کتاب یې مخ ته غوړېدلی و، په ویښتانو به یې لاس تېر کړ او غوړېدلي کتاب ته یې له سترګیو پرته کتل، د واښه رنګه لاجوردي تسبو په اوږد لړ کې یې وړې وړې دانې په ډېره مینه او لطف نریو ګوتو کې اړولې را اړولې او یوه یې له بلې سره غاړه غړۍ کوله. د چایو یوه غټه پیاله یې مخ ته ایښې وه، سمدستي یې یو کس په سترګو کې پوه کړ چې مېلمه ته چای راوړه، ما ددغه انسان تودې مینې او د چوپتیا په شور کې نرۍ نرۍ ښکالو ته کتل، دغه خواږه او په مانا کې ورک انسان، لکه د لاجوردي تسبو دانې، شمېرلې او له شرنګه ډکې رڼې رڼې خبرې کولې، له ځانه سره بوخت وم چې دی به څوک وي؟ د انځور له خولې مې دغه لوی انسان پخپلې غزلیزه شاعرۍ کې پیدا کړ.د لطف او مهربانۍ دغه ستر انسان محمد صدیق پسرلی و. اخوا ترې یو بل خیالولی تک سپین ځوان ناست و، د مخ پر سپینه کاسه یې نرۍ توره پرېټ شوې ږیره وه، تک تور تاند برېتونه یې پر نریو شونډو راخواره وو، ویښتان یې ورو ورو د سر له کوپړۍ الوته، خیالولی خیالولی غږېده. له سپینو جامو یې ګلابي وږمه را الوته، دا خیالولی او ظریف انسان امان الله ساهو و.

 انځور صاحب د دوی له پېژندنې وروسته زه هم ور وپېژندم، بیا یې را ته د پسرلي صاحب د شاعرۍ ستاینه وکړه، د پسرلي صاحب یو څه شعرونه مې ددوی پر مټ خوره شوې سپېدې مجله کې لوستي وو.

پسرلی مې نازکخیاله شاعر وموند، ساهو پاڅېد، سمدستي یې سپېدې مجلې او ځینې نور کتابونه راکړل، دا مهال یو بل ږیره خرېیلی، پنډ سړی چې غټې غټې تورې چشمې یې په سترګو وې؛ خوله خوله پر کوټه را ننوت، له دوی سره تر ستړي مشي وروسته خپلې کوټې او مېز ته لاړ، انځور صاحب را ته وویل:

– دا رفېع صاحب دی.

رفېع صاحب مې هم پخوا نه و لیدلی، دده د ځوانۍ تصویرونه مې لیدلي وو، خو اوس په هغه دم کې نه و پاتې، انځور  صاحب یې کوټې ته وروستم، هغه په څه لیک بوخت و، کله یې چې پر موږ سترګې ولګېدې، نو قلم یې کېښود او ویې ویل:

ـ د یارانو کتل او اورېدل پخپله لیک دی.

سمدستي پاڅېد، په مهربانو ګوتو یې  خپلې منظومې ټولګې را ته ډالۍ کړې، ګڼ  نور کتابونه یې هم راکړل، بیا مو یو له بله سره  شعرونه ولوستل.

انځور صاحب را نه همدا غوښتنه کوله چې یو بل ووایه او یو بل ووایه، زه د شعرونو په لوستو کې وم چې یو ببر سری ځوان پر کوټه راننوت، سلام یې وکړ ، انځور صاحب را ته وویل:

–  دا نورالحبیب نثار دی.

له نثار صاحب سره بلد څه چې تر دې دمه مې دده نوم هم نه و اورېدی، زما شعر ویلو دی هم وسکونډه او له حافظې نه یې یوه اوږده غزله واوروله.

مشاعره درې کسیزه شوه، زما برخه پکې غوښنه وه، دوی ویل، ته مېلمه یې زیات شعرونه ووایه. بل زه دوی ته نوی بوټی وم.

ما لا کتابچه را نغاړلې نه وه چې یو بل غوښن، تسمه، پاک سوچه مخ خو له خولو ډک سړی پر کوټه راننوت، ساه نیولی ساه نیولی پر ټولو تاو را تاو شو، پر ژبه یې د جان او قربان الفاظ وو، انځور صاحب دا جان قربان پیرمحمد کاروان را وپېژانده او را ته یې وویل:

ـ کاروان ښه شاعر دی.

 زه د کاروان له نوم او شعر دواړو سره بلد نه وم، دا لومړی ځل و چې د انځور صاحب له برکته مې دی هم ولید، انځور صاحب زه ور وپېژندلم او ور ته یې وویل:

ـ دی هم زموږ ځوان شاعر دی، اوس یې را ته یو څو شعرونه ولوستل.

کاروان صاحب وویل:

ـ که ما ته یې هم ولولي.

ما بیا لکه تیراوال ملا غوږ کې ګوته کېښوده او په شرنګ شرنګ مې دوه درې غزلې او ازاد نظمونه وړاندې کړل، کاروان له هر شعر سره چوق چوق کاوه، ما هم له ده نه د غزل اورولو هیله وکړه، کاروان  را ته سمدستي لکه ډک کړی ټوپک خپل یو غزل چې تازه یې لیکلی و، ولوست، د هغه غزل مطلع دا وه چې:

دغه مې چاړه دغه مې پړی دی

تا ته مې توی وړی واک در کړی دی

مقطع یې دا وه:

سور د روح په وینو د کاروان غزل

ته وا د کابل د پېغلې مړی دی

له دوی سره ناستې او مجلس مې شاعرانه رګونه تاند کړل، له دغه ځایه مې تګ ته زړه نه کېده ، خلک خو وايي چې پېښور د پېښو ور او د سلېښتو ډنډ دی، خو د شاعرانو ناستی ترې زیات دی.

 تېر مازیګر و چې له دوی نه مې رخصت واخیست . په ټوله لاره مې کتابونو ته کتل او دا هر یو مې د ذهن پر پرده انځوراوه.

بله برخه، بله ورځ خپرېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...