Homeخبرونهځیرکې ګوتې په پراخه پیمانه دود کېږي

ځیرکې ګوتې په پراخه پیمانه دود کېږي

تاند- ځیرکې ګوتې (سمارټ رینګونه) په وروستیو کې په پراخه پیمانه د خپرېدو او ددودېدو خوا ته روانې دي، او په دې کار یوازې لس کاله وخت ولګېد.

دا د اغوستل کېدونکو وسایلو ډله، چې د فنلنډۍ برانډ اورا (Oura) له امله مشهوره شوه، د بازار د معلوماتو شرکت IDC د شمېرنو له مخې، چې له بلومبرګ سره شریکې شوې دي، تمه ده په ۲۰۲۵ کال کې یې لېږد (شپمنټ) ۴۹ سلنه زیات شي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، په همدې ودې سره به ځیرکې ګوتې د ځیرکو ساعتونو له تمه شوې ۶ سلنه ودې څخه په ډېر لوی توپیر مخکې شي.

اټکل کېږي چې له نوي کال سره په دې برخه کې سیالي نوره هم زیاته شي. که څه هم دا بازار پخوا یو محدود او ځانګړی بازار بلل کېده، خو اوس هوښیارې ګوتې ورو ورو د مصرفوونکو ترمنځ محبوبې شوې دي، ځکه د خوب او روغتیا د څار هماغه ځانګړتیاوې وړاندې کوي چې ځیرک ساعتونه یې لري، خو په ساده او لږ د پام وړ ډیزاین سره.

ډېری عصري ځیرکې ګوتې کولی شي د خوب، فعالیت او د زړه د ضربان څارنه وکړي، هغه هم د داسې سپک او لږ مزاحم هارډوېیر له لارې چې د ډېرو کاروونکو لپاره له ساعتونو څخه اسانه دی.

سربېره پر دې، د دې ګوتې بېټرۍ ډېر دوام کوي او د اندازه‌کولو د لوړ دقت ځانګړتیا لري، ځکه د ګوتې پوستکی د مړوند تر پوستکي نری دی او سنسورونه اصلي شریانونو ته نژدې ځای پر ځای شوي وي.

ځینې مصرفوونکي دواړه وسایل کاروي: ځیرک ساعت د تمرین او خبرتیاوو لپاره، او څیرکه ګوته د ورځې او شپې د پرله‌پسې څار لپاره.

که څه هم د دې بازار وده ورو ده، خو د IDC اټکل ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۱۶۳.۵ میلیونه هځیرک ساعتونه ولېږدول شوي وي، په داسې حال کې چې د ځیرکو ګوتو شمېر به نژدې ۴.۳ میلیونه وي.

اورا شرکت، چې په ۲۰۱۵ کال کې یې خپله لومړنۍ ځیرکه ګوته وړاندې کړه، د تېر مني تر پایه یې ارزښت شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالرو ته رسېدلی و، او د شرکت د اجرایي رئیس ټام هیل په وینا، تمه کېده چې په ۲۰۲۵ کال کې به یې عاید یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د وسایلو د پلور ترڅنګ، په دې عاید کې د غړیتوب اجباري فیسونه هم شامل دي، چې میاشتنی ۵.۹۹ ډالر یا کلنی ۶۹.۹۹ ډالر دي. خو د دې برخې نور لوی سیال شرکتونه د ګډون فیس نه غواړي.

تمه ده چې سږکال (۲۰۲۶) یو شمېر نوښتګر شرکتونه او د ټکنالوژۍ ستر شرکتونه نوې نمونې وړاندې کړي، او ځینې به یې په همدې اوونۍ کې د لاس ویګاس په الکترونیک نندارتون (CES 2026) کې خپل تازه محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مړه خوا بختانی| لعل‌پاچا ازمون

پسرلي تازه کډه باروله، ګرمۍ ورو ورو خوله په نازکو صورتونو کېښوده او خپله تنده یې پرې ماتوله.  دا  د کال ۱۳۸۷ خبره کوم، ګرمۍ وزرې...