پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد خوړو نړیوال سازمان: پنځه میلیونه افغان ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ...

د خوړو نړیوال سازمان: پنځه میلیونه افغان ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي

تاند ( جمعه د مرغومي – جدي ۲۶مه) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو او ماشون د خوارځواکۍ په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان تازه په یوه خبرداري کې ویلي، چې په راتلونکي یو کال کې به د افغانستان په کچه د خوارځواکۍ شمېر پنځه میلیون تنو ته ورسیږي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې په یاده شمېره کې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.

د خوړو سازمان د افغانستان د برخې مسوول جان ایلیف ویلي چې، نږدې څلور میلیونه ماشومان بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله ګڼ روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې د ماشومانو درملنه یې ننګولې ده.

د نوموړي په  وینا د مرستو کمښت ډېر اغېز پر امیندوارو او شېدې ورکوونکو ښځوو کړی چې دغې ستونزې د خوارځواکۍ کچه په بې‌ساري توګه لوړه کړې ده.

د خوړو نړیوال سازمان د راپور له مخې، په هغو سیمو کې چې مرستې بندې شوې دي، کورنۍ اړ کېږي خپلې لوڼې د وخت نه مخکې واده کړې او ماشومان له ښوونځیو وباسي څو د خپلې کورنۍ لپاره کار وکړي او نفقه برابره کړي.

دغه سازمان په افغانستان کې د بشري مرستو کمښت لوی ګواښ بللی دی او ویلي دي چې، د بېوزلۍ او لوږې له امله د نا هیلۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د یاد سازمان په وینا که نړیواله ټولنه خپلې مرستې بېرته زیاتې نه کړي په ا فغانستان کې به روان بشري کړکېچ لا پراخ او مرګونی شي.

دغه سازمان داسې مهال دا اندېښنه ښيي چې، په افغانستان کې د بې کارۍ کچه هم ورځ نه بلې ته په لوړېدو ده او ډېره برخه هغه ځوانان بې روزګاره دي چې، لوړې زده کړې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...