تاند ( جمعه د مرغومي – جدي ۲۶مه) د بنګلهدېش کرکټ لوبغاړو خپل پریکون پای ته ورسوه.
دوی وروسته له هغې دا پریکون پای ته ورسوه کله چې، د بنګلهدېش کرکټ بورډ (BCB) او د بنګلهدېش د کرکټ لوبغاړو د هوساینې ټولنې (CWAB) سره تېره پنج شنبه ستونزه حل شوه.
اوس ټاکل شوې چې، دا لیګ نن بیا پیل شي.
په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې، د خبرو اترو لپاره د شرط په توګه د نجمالاسلام د د لرې کولو غوښتنه شوې وه.
له دې سره سم د بنګلهدېش کرکټ بورډ نجمالاسلام د مالي کمېټې د مشرۍ له دندې لېرې کړ، خو هغه لا هم دلته د ارزونې تر پایه د مدیر په حیث دنده مخته وړي.
اعتراض کوونکو لوبغاړو هم د دې ګام هرکلی کړی.
د کرېک انفو د معلوماتو له مخې، د عامه بښنې غوښتنه لا هم د CWAB او د BCB د مشر امینالاسلام ترمنځ د اختلاف ټکی پاتې ده.
ستونزه هغه مهال پیل شوه کله چې د تېرې چهارشنبې په ورځ نجمالاسلام په یوه غونډه کېد هېواد د مخکښو لوبغاړو په اړه سپک او تحقیرآمیزې خبرې وکړې.

له نجمالاسلام څخه دا پوښتنه هم وشوه چې که بنګلهدېش په هند او سریلانکا کې کېدونکي راتلونکي شلاوریز نړیوال جام کې ګډون ونه کړي، نو دا به د هېواد لپاره کوم مالي اغېز ولري.
هغه په ځواب کې وویل چې بورډ ته به هېڅ زیان ونه رسېږي او دا تاوان به یوازې کرکټ لوبغاړو ته ورسېږي.
همدې مسلې غبرګونونه لا زیات کړي دي چې، د کرکټ پوهان پرې بیلابیل نظریات ورکوي.