Homeخبرونهمحمود خان اڅکزی د پاکستاني حکومت د اپوزېسیون مشر وټاکل شو

محمود خان اڅکزی د پاکستاني حکومت د اپوزېسیون مشر وټاکل شو

تاند ( جمعه د مرغومي – جدي ۲۶مه) د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشر اياز صادق نن جمعه (د مرغومي۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د دغه هېواد د حکومتي اپوزېسیون مشر وټاکل شو.

د خبر پاڼې له مخې؛ د ملي اسمبلۍ د کاري اصولو پر بنسټ دغه ټاکنه به د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له ۱۶مې نېټې نافذه وي.

د اپوزېسیون د مشر څوکۍ وروسته له هغې تشه وه، چې عمر ايوب خان د مئ د ۹مې نېټې قضیې له امله له دندې ګوښه کړای شو.

محمود خان اڅکزی د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف له لوري د اپوزېسیون مشرۍ ته نوماند شوی و.

د تحریک انصاف ګوند ځینو غړو د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

دوی ټینګار کړی، چې اڅکزی باید د راتلونکو پړاوونو د بشپړولو لپاره په زندان کې له عمران خان سره وګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...