پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد درمل جوړونې د برخې یو شمېر هندي پانګوال کابل ته راغلي

د درمل جوړونې د برخې یو شمېر هندي پانګوال کابل ته راغلي

تاند ( جمعه د مرغومي ـ جدي ۲۶مه) د درملو دجوړنې په برخه کې یو شمېر هندي پانګوال کابل ته راغلي او د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولینو سره یې د درملو د تولید او پانګونې په اړه خبرې کړي.

د دې لیدنې موخه په کابل کې د درملو تولید سکټور برخه کې پانګونه بلل شوې.

وړاندې له دې افغانستان د درملو ډېره برخه له پاکستان څخه واردوله خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې له ستونزو ولاړېدو وروسته، افغان سوداګر اړ شول چې د هندي شرکتونو په لور مخه کړي.

د معلوماتو پر بنسټ اوس هندي پانګوال هڅه کوي په افغانستان کې پانګونه وکړي، تخنیکي ظرفیتونه لوړ کړي او د درملو د وارداتو پر ځای دغه برخه کې په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان او یو هندي درمل جوړونکی شرکت( Zydus Lifesciences  ) د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړې ده.

د دغې هوکړې پر اساس لومړی پکې افغانستان ته د درملو واردات او وروسته د درملو فابریکې جوړول شامل دي.

هند سره د درملو برخه کې وروسته له هغې اړیکې زیاتې شوې کله چې، له پاکستان سره د طالبانو له لوري هر راز سوداګري وتړل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...