تاند (جمعه، د د مرغومي/ جدې ۲۶ مه) په جرمني کې د جمعې په ورځ د هغه افغان سړي محاکمه پیل شوه، چې تور پرې لګېدلی چې تېر کال یې په مونشن ښار کې په قصدي ډول موټر پر خلکو ورخېژولی و. په دغه برید کې یوه دوه کلنه نجلۍ او د هغې مور وژل شوې وې او لسګونه نور کسان ټپیان شوي وو.
تورَن، چې یوازې د فرهاد ن. په نوم پېژندل شوی او ۲۵ کلن دی، د دوو تنو د قتل او د ۴۴ نورو د قتل د هڅې له تورونو سره مخامخ دی. څارنوالان وایي، هغه دا برید په «مذهبي انګېزې» کړی او تمه یې لرله چې په برید کې به خپله هم ووژل شي.
د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ د موټر برید، چې له کډوالو سره تړل شوی و، له هغو څو خونړیو پېښو څخه و چې د همهغې میاشتې د عمومي انتخاباتو مخکې یې په جرمني کې د کډوالۍ پر سر تاوده سیاسي بحثونه وپارول.
د تورونو له مخې، موټر شاوخوا ۷۵ فوټه وروسته ودرېد، ځکه چې «د موټر مخکیني ټایرونه د ځمکې له تماس څخه ووتل، ځکه خلک د موټر مخې ته او لاندې پراته وو».
په برید کې یوه ۳۷ کلنه ښځه او د هغې کوچنۍ لور شاوخوا لس متره پورته وغورځول شوې، په سر سختې ټپیانې شوې او څو ورځې وروسته د همدې ټپونو له امله مړې شوې.
څارنوالانو ویلي، فرهاد ن. چې په کابل ښار کې زېږېدلی، دا عمل «د سختې مذهبي انګېزې» پر اساس کړی او تر برید وروسته یې د «الله اکبر» ناره هم وهلې وه.
د څارنوالۍ په وینا، هغه باور درلود چې په اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو د کړاوونو په غبرګون کې باید په جرمني کې «خلک ووژني». خو چارواکي وایي، هغه د داعش په څېر له کومې افراطي اسلامي ډلې سره تړاو نه درلود.
ټاکل شوې چې دا محاکمه ۳۸ ورځې دوام وکړي او د جون تر پایه روانه وي.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، فرهاد ن. په ۲۰۱۶ کال کې، هغه مهال چې اروپا ته د کډوالو لوی بهیر روان و، د یوه بېسرپرسته تنکي ځوان په توګه جرمني ته رسېدلی و. که څه هم د هغه د پناه غوښتنه رد شوې وه، خو له شړلو خوندي پاتې شو، بېلابېلې دندې یې ترسره کړې او وتوانېد چې په جرمني کې پاتې شي.