تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۶ مه) د سوریې پرزول شوي ولسمشر په خپل لومړني بیان کې، چې له هېواده له وتلو او د خپل حکومت له ړنګېدو وروسته یې ورکړ، وویل چې له دمشق څخه د حمیمیم هوایي اډې ته ولېږدول شو، چې د روسیې تر کنټرول لاندې د سوریې په لوېدیځ کې ده، تر څو له هغه ځایه خپل کار ته دوام ورکړي. خو د پوځ د وروستیو پوستو له سقوط سره، مسکو د دې اډې له قومندانۍ وغوښتل چې د دسمبر په ۸مه نېټه (۱۸ لیندۍ) په بیړه مسکو ته لاړ شو.
بشار اسد دغه بیان د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۶مه په ټیلګرام کې “د سوریې د ولسمشرۍ کانال” کې خپور کړ. هغه ادعا وکړه چې تر وروستیو شېبو پورې په سوریه کې پاتې و او د خپل هېواد وضعیت یې څاره، او د لیندۍ/ قوس تر ۱۸ پورې له سوریې څخه نه و وتلی. خو د مسکو د امر په تعقیب د حمیمیم اډې له قومندانۍ سره، له سوریې ووت.
هغه د دمشق واکمن شوي چارواکي، چې اوس د سوریې د پراخو برخو چارې په لاس کې لري، “ترهګر” وبلل او ویې ویل: “زما هېواد د ورانکارو په لاس کې دی.”
د بشار اسد مخالفو وسله والو د ادلب له سیمې حرکت پیل کړ، چې د سوریې شمال لویدیځه سیمه ده او له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د دوی په کنټرول کې وه. هغوی د لیندۍ په ۸مه برید پیل کړ او په ۱۱ ورځو کې یې د حلب، حماه، او حمص ښارونه ونیول او دمشق ته ننوتل.
احمد الشرع، چې په ابومحمد الجولاني مشهور دی او د “هیئت تحریر الشام” مشر دی، د بشار اسد تر وتلو وروسته د چارو واک په لاس کې اخیستی دی.
روسیې رسماً اعلان کړی چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په موافقه بشار اسد، د هغه مېرمن، او اولادونو ته یې پناه ورکړې ده. بشار اسد په خپل بیان کې ادعا کړې چې له سوریې څخه د وتلو پرېکړه یې مخکې نه وه پلان کړې او “په هېڅ حالت کې یې د استعفا یا پناه غوښتنې په اړه فکر نه و کړی.”
ده زیاته کړه چې د هېواد پرېښودلو وړاندیز ورته “له هېڅ اړخ څخه نه و شوی.”
ده ځان د “هماغه کس” په توګه یاد کړ چې د کورنۍ جګړې له پیله د خپل ملت د ژغورلو په لټه کې و او “له ډېرو غورلوونکو وړاندیزونو یې ډډه کړې وه.”
بشار اسد ادعا وکړه چې یوازینۍ عملي حللاره یې د “ترهګریزو بریدونو په وړاندې مبارزه” ګڼله او پر همدې یې تمرکز یې وکړ.
د رویټرز د هغه راپور له مخې، چې له دمشق څخه د بشار اسد له وتلو وروسته خپور شو، بشار اسد د لیندۍ په ۱۷مه د دمشق په دفاع وزارت کې له امنیتي او نظامي قومندانانو سره ناسته وکړه. هغه ورته وویل چې د روسیې اضافي ځواکونه په لاره دي او یوازې د سوریې پوځ باید تر هغه وخته مقاومت وکړي.
په هماغه شپه، مخالفې یاغي ډلې له حمص څخه تېرې شوې او د دمشق دروازو ته ورسېدې.
د رویټرز د څېړنې له مخې، بشار اسد د دفاع وزارت له ناستې وروسته خپل دفتر ته ویلي و چې کور ته ځي او خپله مطبوعاتي سلاکاره، بثینه شعبان، یې خپل استوګنځای ته ورغوښت چې وینا ورته ولیکي. خو د کور پر ځای، هغه دله دمشق څخه د روسیې هوایي اډې ته په الوتکه کې لاړ. کله چې اغلې شعبان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسېده، بشار اسد تللی و.
رویټرز زیاتوي چې د بشار اسد ورور، ماهر اسد، چې د هغه د پوځ لوړپوړی قومندان دی، د بشار له وتلو نه و خبر شوی، خو هغه هم د لیندۍ په ۱۸مه په بېړه د هیلیکوپټر په وسیله عراق ته ولاړ او له هغه ځایه روسیې ته وتښتېد. معلومه نه ده چې ولادیمیر پوتین ماهر اسد ته هم پناه ورکړې که نه.