Homeخبرونهپه کندهار کې د اورلګېدو پېښې ډېر مالي تاوان اړولی

په کندهار کې د اورلګېدو پېښې ډېر مالي تاوان اړولی

تاند(سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) له کندهار څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د دوشنبې په ورځ د کندهار ښار د عیدګاه جومات ترڅنګ اور ولګېد، چې شاوخوا د میلیونونو افغانیو مالي زیان یې اړولی دی.

دغه پېښه د ښار په څلورمې امنیتي حوزې کې، چې سوداګریزه سیمه ده، رامنځته شوې ده. شاهدان وايي چې پېښه د اور لګېدو د اکثرو نورو پېښو په شان د بې پامۍ له کبله شوې، خو د اور لګېدو د دقیق علت په اړه چارواکو څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، په پېښه کې له ښه مرغه چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې شوي، خو د ځايي سوداګرو اندېښنې یې پارولې دي، ځکه چې د دوی دوکانونه او سوداګریز مالونه زیانمن شوي دي.

کندهار، چې د افغانستان په جنوب کې یو مهم فرهنګي او اقتصادي مرکز دی، د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده کور هم ګڼل کېږي. هغه ډېر لږ په عام محضر کې څرګندیږي، خو باور کېږي چې په همدې ولایت کې اوسېږي.

پر کندهار سربېره د افغانستان په نورو ولایتونو په تیره بیا کابل، جلال اباد او مزارشریف کې په وروستیو کې د اور لګېدو څو لویې پېښې وشوې چې له کبله یې ډېر مالي تاوانونه وشول.

د کندهار د سپین بولدک پېښه، چې د میلیونونو ډالرو تاوان یې واړاوه، یوه تر ټولو لویه پېښه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...