آصف بهاند
«په تعلیم باندې بندیز د جاهلو خلکو د خوشالۍ سبب کېږي»
(چیگوارا)
د نوي نسل د روزلو پلویان چې د ښوونځیو تړلې دروازې گوري، خپل غـږ په دې بڼه هم جگوي:
زه یـا د کور یـم یا د گـور یم یا په عـقل کـمه
ما ته کـفـن ما ته حجاب اخلي لگـیا دي سړي
د مـکـتـب ټــولې دروازې پــه زولـنـو تــړلې
ځانته په دې باندې ثواب اخلي لگیا دي سړي
زمـا زرغــونه تـوره سره لوپـټـه سپکه شوله
زمـا له زلـفـو نه گـلاب اخلي لگـیا دي سړي
Zamzama Ghazal
په افغانستان کې د نجونو د تعلیم مخنیوي غمیزه اوس په یوه ناسوزخم بدله شوې ده. د افغانستان پر ستیژ باندې دا کومیکه او تراژیکه ننداره اوس نه یوازې د یوه پېغور بڼه غوره کړې ده، بلکې د خلکو پر ذهنونو باندې د یوه ژور رواني ټپ په څېر دې برېد ته رسېدلی دی چې نور د زغم وړ نه دی.
ټوله نړۍ چیغې وهي چې د نجونو د تعلیم په مخ کې جوړ کړای شوي خنډونه باید لرې کړای شي، خو څو د گوتو په شمېر کسان په سرتمبهگۍ سره وايي چې: «نه»
د خلکو پر بدن او روح باندې د دومره دران پېټي له بار سره سره، خلک بیا هم غلي نه دي ناست، د خپل نوي نسل دروښانه راتلوکې په پار خپلې هلېځلې جاري ساتي او خپل غږ جگوي. د نجونو د تعلیم له پاره د وروستیو خنډونو د رامنځته کولو په مقابل کې گڼشمیر خلکو خپل نظرونه څرگند کړي دي او خپل غبرگونونه یې په رنگارنگ ډول ښودلي دي، چې دلته به د یو شمېر خلکو او مؤسسو غبرگونو راواخلم:
په پراگ کې د افغانستان سفیر شهزاد اریوبي:
«شهزاد آریوبي چې د جمهوریت له وخت نه په پراګ کې د افغانستان د سفیر په توګه کار کوي، ښوونه او روزنه د ښځو او سړیو په شمول د ټولو انسانانو حق بللی او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه محرومیت د نجونو پر ذهني او فردي وده ناوړه اغېز کوي…
په پراګ کې د افغانستان سفیر د طالبانو حکومت ته د مشورې په دود ویلي، چې لا هم پر دې پالیسیو د بیاکتنې لپاره ناوخته نه دی، او ویلي یې دي چې د نجونو لپاره د ټولو تعلیمي مرکزونو پرانیستل نه یوازې دیني او اخلاقي مسؤلیت دی، بلکې د افغانستان د اوږدمهالې بیارغونې او پراختیا لپاره اساسي اړتیا هم ده.»
د افغانستان د کرکټ نومیالی ستوری راشدخان:
د افغانستان د کرکټ نومیالی ستوری راشدخان تر ډېر مخکې د جونو د تعلیم د مخنیوي او په طبي څانگه کې د هغوی د تعلم د مخنیوي په باب خپل غږ جگ کړ.
«په خپل ګران هېواد کې د خپلو خویندو پر مخ د طبي زده کړو د برخو د بندیدو راپورونه ما سخت خفه او ناامیده کړي دي. د خپلو خویندو او میندو دردونکي انځورونه لیدل او د هغوی حالت ډېر دردوونکی دی…
لکه څنگه چې د یو هېواد د پرمختگ بنسټ په تعلیم پیل کیږي، همدا راز زموږ خویندې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي.»
د افغانستان د کرکټ بل تکړه لوبغاړي محمد نبي:
«واقعا خواشینونکې ده چې اوسني حکومت د نجونو لپاره په طبي څانګو کې هم پر زده کړو بندیز ولګاوه. لومړی نجونې له پوهنتونونو څخه منع شوې او اوس یې د دوی وروستی فرصت هم چې په طبي څانګو کې خپله راتلونکې جوړه کړي، ترې واخیستل شو…
یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي چې ټول وګړي یې د تعلیم او تحصیل حق ولري او هېڅ برخه پکې محرومه نه وي. له بده مرغه؛ هغه نجونې چې د ډاکټرانو په توګه د خپلو ټولنو د خدمت لپاره روزل کېدې، اوس د خپلو هیلو او ارمانونو څخه بې برخې کېږي.
زه د دې ناعادلانه پرېکړې غندنه کوم او په عین وخت کې له حکومت څخه په درنښت او عاجزانه توګه غوښتنه کوم چې په دې پرېکړه بیا جدي غور وکړي.»
سندرغاړی جاوی امیرخیل:
«پوښتنه دا ده چې:
که څوکاله وسوسته ښځه ډآکتره، نرسه، تکنېشنه او روعتیاويي کارکونکې نه وي، افغان مېرمنې به څه کوي.
جاوید امیرخیل
هنرمند»
د نجونو د طبي زدکړو د ځنډېدو په برخه کې بيبيسي پښتو هم د یو ځانگړي رپوټ په ترڅ کې پر افغانستان باندې د حاکمو طالباو د دې کار په مقابل کې د ځینو خلکو او ټولنو غبرگونونه رااخیستي دي. د یاد رپوټ په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د طبي روزنیزو مرکزونو فعالیتونو ځنډولو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د سیاسي مشرانو او نړیوالو ادارو تر څنګ یو شمېر افغان لوبغاړو هم په دې اړه خپل غږ اوچت کړی دی او له اوسنیو واکمنو یې غوښتي د نجونو پر مخ ښوونځي او د طبي ښوونیزو مرکزونو فعالیت ته بېرته اجازه ورکړي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي پر خپلو ټولنیزو رسنیو لیکلي، “واقعا خواشینونکې ده چې اوسني حکومت د نجونو لپاره په طبي څانګو کې هم پر زده کړو بندیز ولګاوه. دا پرېکړه یوازې د دې نجونو راتلونکې ته زیان نه رسوي، بلکې ټول هېواد او ملت ته یې تاوان رسېږي.
محمد نبي وايي، “افغانستان د لوستو او تعلیم یافته نارینهوو تر څنګ تعلیم یافته ښځو ته هم اړتیا لري.”
بل افغان لوبغاړي راشد خان هم پر خپله فېسبوک پاڼه خواشیني ښوولې ده. راشد خان وايي، “په ګران هېواد کې د خویندو په مخ د تعلیم او طبي څانګو د تړل کېدو خبرونو خواشینی او مایوس کړی یم. ټولنیزو رسنیو کې د خویندو او میندو د انځورونو او خپګان لیدل ډېر دردونکي دي.”
راشد خان وايي، “هیله لرم چې په دغې پرېکړه بیا کتنه وشي او زموږ خویندو ته د اسلام مقدس دین د اصولو مطابق د زده کړو زمینه برابره شي.”
دغه راز د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو رحمن الله ګربز، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف او ابراهیم ځدراڼ په ګډون یو شمېر نورو لوبغاړو هم د نجونو زده کړو په تړاو پیغامونه خپاره کړي دي…»
د نړیوالو سازمانونو غبرگون:
ــ د اسلامي همکارۍ سازمان:
«د اسلامي همکارۍ سازمان د افغان نجونو پر زده کړو بندیز د اسلامي اصولو خلاف عمل وباله»
ــ اروپايي ټولنه:
« دا پرېکړه په افغانستان کې د ښځو د زدکړو پر حق یو بل نه توجیه کېدونکی برید دی.»
ــ د بښنې نړیوال سازمان:
«دا بندیز نه یوازې په افغانستان کې د ښځو د زدکړو یوازینۍ پاتې شوې لاره له منځه وړي، بلکې د ښځو د روغتیا لپاره به ویجاړوونکې پایلې ولري.»
« ناروې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د دسمبر ۵مه) اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري هر ډول معرفي شوی استازی به ونه مني. د ناروې چارواکو دغه دريځ د افغان مېرمنو او نجونو سره د طالبانو د چلند په غبرګون کې اعلان کړی دی.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا:
څو ورځې وړاندې (د ۲۰۲۴ ام کال د دسمبر ۱۲مه) روزا اتونبایوا امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپل راپور کې ویلي دي چې:
«… طالب چارواکو په خپل ځانګړي تفسیر، چې له افغاني کلتور او اسلام څخه یې لري، د ښځو او نجونو پر وړاندې بې ساري محدودیتونو ته دوام ورکړی دی…
نژدې ۱۲۰۰ ورځې کیـږي چې نجونې له شپـږم ټولګي پورته له رسمي زده کړو منع دي، او ښځې او نجونې له نژدې ټولو برخو څخه په تدریجي ډول ایستل کېـږي. د دسمبر په پیل کې، طالب چارواکو اعلان وکړ چې ښځینه زده کوونکي به د طب د زده کړو انستیتوتونو او د لوړو زده کړو ټولګیو ته له تګ څخه منع شي. که دا په بشپـړډول عملي شي، نو دا به په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، او ټول هېواد لپاره وژونکې پایلې ولري – ځکه معنا به یې دا وي چې افغانان له روغتیايي سیستم څخه محرومېـږي.»
زه فکر کوم چې د ظلم او ناروا په مقابل کې غږایستل به بېتاثیره نه وي، خو دا خبره دې هم هېره نه وي چې پر افغانستان باندې د حاکمې طبقې خلکو غوږونه د غرونو په څېر درانه او کاڼه دي. د درنو غوږونو خلک دې ښه په یاد ولري چې د نوي نسل د روزلو پلویان به د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې هم د خپلو لوڼو د زدکړو حق غوښتلو له پاره چغې ووهي.