چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله یوه خصوصي شرکت سره د کامې د اوبو بند او برېښناکوټ...

له یوه خصوصي شرکت سره د کامې د اوبو بند او برېښناکوټ د جوړولو قرارداد لاسلیک شو

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان وکړ چې په ننګرهار ولایت کې د کامې د اوبو او برېښنا پر بند د پانګونې لپاره یې له یوه خصوصي شرکت سره د همکارۍ قرارداد لاسلیک کړی دی.

د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د قرارداد د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر عبداللطیف منصور او د عرفان هلال ساختماني شرکت د استازو ترمنځ لاسلیک شو.

د دې قرارداد له مخې، یاد شرکت ته د دې بند د اوبو لګولو سیستم د عصري کولو، پراختیا او پرمختګ حق ورکړل شوی، چې تمه کېږي د اوبو د سرچینو په مدیریت او د برېښنا په تولید کې د پام وړ ښه‌والی راولي.

افغانستان لا هم تر ډېره پر وارداتي برېښنا، په تیره بیا د منځنۍ اسیا د هېوادونو په برېښنا باندې تکیه کوي.

په ورته وخت کې، د افغانستان برېښنا شرکت – DABS) په وروستیو کې اعلان وکړ چې له ترکمنستان سره یې د برېښنا د وارداتو قرارداد تر ۲۰۲۵ کال پورې غځولی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب