Homeخبرونهافغانستان له زیمبابوې د شل اوره لوبو لړۍ وګټله

افغانستان له زیمبابوې د شل اوره لوبو لړۍ وګټله

تاند ( شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۴مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د نړۍ والو شل اوریزو لوبو وروستۍ سیالۍ په ګټلو دا لړۍ په خپل نوم کړه.

افغان لوبډلې د وروستۍ برخلیک ټاکونکې لوبې پچه وګټله او زیمبابوې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

زمبابوې د ټولو لوبغاړو په زیان افغان لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې لپاره راشدخان ۴ او مجیب، عظمت او نوین الحق ۲-۲ لوبغاړي وسوزول.

افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف د شلم اور په ۳م بال پوره او د دریمې لوبې د بریا ترڅنګ یې لوبلړۍ ۲-۱ په خپل نوم کړه.

په توپوهنه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې عضمت الله عمرزي ۳۴ وکړې، ورپسې ګلبدین نایب ۲۲ او محمد نبي ۲۴ وکړې.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه زیمبابوې، دوهمه او درېیمه لوبه افغانستان وګټله.

افغانستان تر دې لړۍ وروسته له زیمبابوې سره د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لړۍ هم ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...